لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کانگرس د خارجه وزیر نه غوښتلي چې د صدر ټرمپ د مواخذې په لړ کې دستاویزات دې وړاندې کړي


د امريکا د کانګرس په اېوان نمایندگان يا هاوس اف رېپرېزېنټېیوز کې د صدر ټرمپ د مواخذې په اړه د اورونې په و خت د ډېموکرېټ ګوند غړو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو نه رسمي غوښتنه کړې ده چې د صدر ټرمپ او د يوکرېن د صدر ترمينځه شوې خبرو په اړه دستاوېزات وړاندې کړي
د امريکا د کانګرس په اېوان نمایندگان يا هاوس اف رېپرېزېنټېیوز کې د صدر ټرمپ د مواخذې په اړه د اورونې په و خت د ډېموکرېټ ګوند غړو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو نه رسمي غوښتنه کړې ده چې د صدر ټرمپ او د يوکرېن د صدر ترمينځه شوې خبرو په اړه دستاوېزات وړاندې کړي

د امريکا د کانګرس په اېوان نمایندگان يا هاوس اف رېپرېزېنټېیوز کې د صدر ټرمپ د مواخذې په اړه د اورونې په و خت د ډېموکرېټ ګوند غړو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو نه رسمي غوښتنه کړې ده چې د صدر ټرمپ او د يوکرېن د صدر ترمينځه شوې خبرو په اړه دستاوېزات وړاندې کړي.

د جمعې په ورځ د اېوان د دريو پلټونکو کمېټيو مشرانو خارجه وزير پمپيو ته يوه اونۍ وخت ورکړو چې دغه اسناد دوي ته ورکړي.

د اېوان د څار کمېټۍ او د استخباراتو او د خارجه چارو کمېټيو په يو بيان کې ويلي، دوی دا پلټنې کوي چې صدر ټرمپ د يوکرېن د صدر سره د خبرو په وخت ملي امنيت ته څومره زيان رسولی؟ په دغه خبرو کې د يوکرېن د صدر نه غوښتل شوي وو چې د پخواني نایب صدر جوبایډن او د هغه د ځوي هنټر پلټنې وکړي، چې مقصد يې په راتلونکي صدارتي انتخاباتو کې د جوبایډن تاثر خرابول وو.

د دغې بيآن نه وړاندې صدر ټرمپ د اېوان د استخباراتي کمېټۍ د مشر اېډم شېف د مستعفي کېدلو غوښتننه کړې وه، او تور يې لګولی و چې نوموړي شېف د صدر ټرمپ او د يوکرېن د صدر ترمينځه شوي ټيلي فوني خبرو ليکل شوی سکپرټ يې پخپلو داسې لفظونو کې ويلي وو چې ما پکې ګناهګار ثابت کړي.

صدر ټرمپ دغه خبره په يو ټوېټ کې کړې او ويلي ښاغلي شېف د امريکايې ولس سره ټګي کړې او پکار ده چې د خپلې څوکۍ نه استعفا ورکړي.

د صدر ټرمپ د مواخذې په اړه د ملي استخباراتو قايم مقام ډاېرېکټر نه د پوښتنو په وخت په کانګرېس کې اورېدنه کېدله چې د استخباراتي کمېټۍ مشر اېډم شېف پکې يو خط لوستل شرو کړل خو په دې خبره يې ټينګار وکړو چې دغه د اصلي خط نقل يا ورپورې يوه ملنډه ده، چې پکې شېف د صدر ټرمپ پېښې کړې وې ،

خو صدر ټرمپ دغه ټوقه يا ګپ د اېډم شېف په ضد کاروي او ويلي يې دي چې ګنې ده دروغ ويلي وو.

د صدر ټرمپ د ټيلي فون خفيه راز برڅيره کونکي کانګرېس ته ويلي ورسره ډېر بوګنونکي ثبوتونه دي چې صدر د خپل څوګند سرغړونه کړې او د امريکايې صدر په هېڅ چې يې د يوکرېن صدر سره کومې خبرې کړې هغه د امريکا د ملي سلامتيا لپاره لوي زيان دی.

بلخو د ايوان سپيکرې نېنسي پلوسي د جمې په ورځ په اټارني جنرل ويليم بار هم تور لګولی چې د کانګرېس سره د صدر ټرمپ په ضد دمعلوماتو په شريکولو کې يې ټګي کړې ده.

د يو امريکايې ټېلي وژن سره د خبرو په وخت مېرمن پلوسي په ويلم بار تور لګولی چې دی صدر ته پناه ورکوي.

د صدر ټرمپ په ضد رابرڅېره شوي اسناد ښايې چې صدر ټرمپ د جولايۍ په مياشت کې د يوکرېن د صدر ته په ټېلي فون ويلي وو چې د جوباېډن په ضد د پلټنو په وخت دې د آټارني جنرل ويلم بار او د صدر ټرمپ د ذاتي وکيل روډي جولياني سره کار وکړي.

د صدر ټرمپ د ټيلي فون په اړه معلومات برڅيره کونکي ويلي د صدر ټرمپ انتظاميه د يو وخت نه هڅې کوي چې د کمپيوټر نه دصدر ټرمپ د ټېلفون هغه رېکارډ يا د خبرو ليکل شوي اسناد وران کړي چې پکې صدر د بهرنيو هېوادونو د مشرانو سره کړي دي.

صدر ټرمپ د پټو رازونو افشاکونکي تن ته ډېرپه قهر دی او د زيارت په ورځ يې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې نه وړاندې يوې غونډې ته ويلي دی به دا معلوموي چې دغه تن ته د وهاېټ هاوس نه د ده په ضد دغه پټ معلومات چا ورکړي او که معلوم شو نو ورته به د يو جاسوس په شان سزا ورکوي، د صدر ټرمپ دخلې دا خبره نيويارک ټايمز اخبار کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG