لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن سره نژدې د امریکې د کانگرس غړی په ډزو زخمي شوی دی


الیگزینډریه ښار په ورجینیا ریاست کې دی او په کوم ځای چې د کانگرس په غړو حمله شوي، د وایټ هاوس نه ١١ کلومیټره لرې دی
الیگزینډریه ښار په ورجینیا ریاست کې دی او په کوم ځای چې د کانگرس په غړو حمله شوي، د وایټ هاوس نه ١١ کلومیټره لرې دی

د سرښار واشنگټن سره نژدې په الیگزینډریه ښار کې مسلح حمله کونکې د واکمن ریپبلیکن پارټۍ د کانگرس غړو په یوه ډله په داسې حال کې ډزې وکړې چې د بیس بال لوبه يي کوله، د کانگرس یو غړی او گڼ شمیر نور کسان زخمیان شول.

صدر ډانلډ ټرمپ د واقعې غندنه وکړه او وې ویل حمله کونکی د پولیس په جوابي ډزو کې وژل شوی دی.

پولیس د حمله کونکي شناخت د جیمز هاډکنسن په نوم کړی دی چې ٦٦ کلن و او ویل کیږي چې په سوشل میډیا يي د ډانلډ ټرمپ د حکومت خلاف خبرې لیکلې دي.

د کانگرس زخمي شوی غړی سټیوسکالیس دی چې د لویزیانه ریاست سره تعلق لري او حالت يي د خطرې نه بهر دی. هغه د ریپبلیکن پارټۍ په اهم مشرانو کې شامل دی.

سټیو د ایوان نمایندگان یا د هاوس اف ریپریزینټیټوز غړی دی. د امریکې پارلیمنټ ته کانگرس ویل کیږي چې دوه ایوانونه لري. ایوان بالا ته سنیټ ویل کیږي او ایوان زیرین ته هاوس اف ریپریزینټیټیوز ویل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG