لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس دوو غړو د افغانستان غېراعلانیه سفر کړی


د کانګرس دوو غړو ویلي چې د سفر مقصد یې افغانستان نه د ځواکونو د وېستلو جاج اخیستل وو
د کانګرس دوو غړو ویلي چې د سفر مقصد یې افغانستان نه د ځواکونو د وېستلو جاج اخیستل وو

د امریکا د کانګرس دوو غړو د نهې سه شنبې په ورځ د کابل غېر اعلانیه سفر کړی او یو ګډ بیان کې یې ویلي دي چې د دغه سفر مقصد یې افغانستان نه د ځواکونو د وېستلو جاج اخیستل وو او دا چې په صدر جوبایډن فشار واچول شي چې افغانستان کې دې امریکايي ځواکونو پاتې کېدو موده وغځوي.

دا په داسې مهال چې پرون صدر جوبایډن وویل چې د افغانستان نه د انخلا مشن به د اګست ۳۱ نېټې پوره کړي او نه غواړي چې امریکايي عسکر نو افغانستان کې پاتې شي.

د کانګرس د غړو ترڅنګ پرون د جي-سېون ډلې په غونډه کې هم د افغانستان په حالاتو د بحث په وخت څو مشرانو په بایډن دا ټینګار کړی و چې امریکايي عسکر دې د آینده هفتې د اګست ۳۱مې نیټې نه پس هم په افغانستان کې وساتلی شي او د پاتې کېدلو موده دې وغځوي.

خو صدر جو بایډن د نهې سه شنبې په ورځ د جي اووه ډلې د مشرانو د غوښتنې پرته وویل امریکا به د افغانستانه د انخلا مشن د اګسټ تر ۳۱مې پوره کړي، او هغه دا خیال نلري چې د هغې نېټې نه پس امریکایي عسکر په افغانستان کې وساتي.

خو په وایټ هاوس کې یې پرون د خبري کانفرانس په وخت دا هم منلی چې د دې مېشن یا ماموریت په وخت پوره کېدل، طالبانو پورې اړه لري، داچې طالبان څومره همکارۍ ته دوام ورکوي او هغو کسانو ته اجازت ورکوي کوم چې غواړي بهر ملک ته د تلو دپاره، ائیرپورټ ته ځانونه ورسوي، او بل دا چې طالبان زمونږ په عملیاتو کې مداخلت ونکړي.

په کانګرس کې د ډېموکرېټ ګوند غړي سېټ ماولټن او د ریپبلکن ګوند غړي پیټر مي جر په شریک بیان کې ویلي دي چې دوي دغه سفر ځکه پټ ساتلی وو او خبره یې د تلو وروسته ښکاره کړه چې نه یې غوښتل په ځمکه موجودو خلکو ته خطر جوړ کړي او ستونزې جوړې کړي، ځکه غوښتل یې معلومات راټول کړي.

د کانګرس د وسلوالو خدماتو د کمېټی دواړو غړو په خپل بیان کې ویلي دي چې په ځمکه د حالاتو د کتو او کمانډرانو سره د خبرو وروسته ګڼي چې نه غواړي څوک دې هم په وخت بهر راوځي.

د هاوس سپیکرې نېنسي پلوسي د نهې په ورځ یو بیان کې ویلي دي چې افغانستان ته د کانګرس د غړو سفر سره به وسیلې د انخلا نه واوړي.

نېنسي پلوسي ویلي د کانګرس د غړو افغانستان ته سفر او حالاتو ته په بېړني توګه کتل د پوهېدو وړ دي او دا هغه لویې لمړیتوب ته پام کول دي چې مونږه یې په ځمکه د ژوندونو لپاره په ځای کوو.

خو نېنسي پلوسي ویلي چې دفاع او خارجه وزارت خواست کړی چې د خطرې په دې حالاتو کې دې د کانګرس غړي د افغانستان سفر نه کوي، چې پوځ او سفارتي عمله بغېر د څه خطر د خلکو انخلا یقیني کړي او ورته مکمل پام وکي.

اېسوسي اېټډ پرېس د صدر بایډن د انتظاميي د چارواکو له خلې وايي چې د کانګرس د غړو سفر به ګټه ونکړي او وايي دا سفر د هغه ځواکونو او کسانو د پاره د پرېشانی باعث ګرځېدلی چې د انخلا د جازونو په هلو ځلو بوخت دي.

پېنټاګان ویلي چې تر پرون پورې د افغانستان څخه ۷۰۰۰۰ پورې خلک ژغورل شوي او په زرګونو او هم ائیرپورټ ته روان دي.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG