لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د کانګرس غړي د فرورۍ سولې تړون ته د طالبانو ژمنې تر پوښتنې لاندې راولي


ار ایف اي/ ار ایل:

واشنګټن - د امریکا د استازو ایوان د بهرنیو چارو د کمېټۍ جګپوړي غړي وايي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي د فرورۍ په میاشت کې د امریکا سره د لاسلیک شوي د سولې لوظنامې سره د طالبانو ژمنتیا په اړه پوښتنې راپورته کړي.

د نیویارک نه د ډیموکریټ ګوند سره تعلق لرونکی او د بهرنیو چارو د کمیټې مشر ایلیټ اینجل او د ټیکساس ایالت نه د ریپبلېکن ګوند استازي مائیکل میکول ویلي ، چې په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې "ډرامایي زیاتوالی" د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ په 29 مه د لاسلیک شوې د سولې تړون "د نه منلو وړ سرغړونه" ده.

اینجل او میکول د جمعې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: "پر افغان ځواکونو د طالبانو دوامداره بریدونه موږ ته دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا طالبان به خپلو ژمنو ته ژمن پاتی شي ، د سولې په لور پرمختګ به د خطر سره مخامخ کوي او د خبرو اترو د پرمختګ مخه نیسي."

دغه تاوتریخوالی د کرونا وایرس د چټک خپریدو په وخت شوی دی ، او ښاغلي اینجل او ښاغلي میکول وویل چې د دې له وجې افغانانو خپل پام روغتیایی کړکیچ ته ګرځلو مخه نیولې ده.

د امریکا د کانګرس دواړو غړو په ټولو خواو غږ وکړو چې بریدونه سم لاسي ودروي ، په اوربند دی موافقه وکړي او سولې ته د رسیدو ملاتړ دې وکړي.

د دوی څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راغلي چې د نهې- سه شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر وویل چې طالبان په خپلو ژمنو عمل نه کوي ، او زیاته یې کړه چې هغه په دې هم باور لري چې افغان حکومت هم په خپلو کړو ژمنو عمل نه کوي.

د افغانستان حکومت د امریکا او د طالبانو ترمنځ د فرورۍ په تړون کې برخه نه لرله ، خو دې لوظنامې له کابل څخه غوښتنه وکړه چې 5،000طالب جنګیالي دې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د اعتماد جوړونکي ګام په توګه خوشې کړي.

دغه تړون په 14 میاشتو کې د افغانستان نه د ټولو نړیوالو ځواکونو وتلو ته لاره هواروي. د بندیانو د تبادلې ترڅنګ د امریکا- طالبانو د سولې تړون د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرو اترو ته لاره هواروي چې هدف یې د 18 کلن جنګ ختمول دی.

خو د تړون له لاسلیک کیدو راهیسې د طالب وسله والو بریدونه ډیر شوي دي.

د وسله والو مخالفینو وروستي برید د افغانستان جنوب ختیځ خوست ولایت کې د سړک د غاړې بمي برید د دغه ولایت د امنیه - پولیسو قومندان او دوه نور تنه وژلي دي.

د اففانستان د کورنیو چارو وزارت ویاندطارق آرین ویلي چېد خوست د پولیسو پرکمانډر سید احمد بابازی د زیارت -پنجشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د وسله والو پرضد د عملیاتو مشری په وخت بمي چاودنې وشوه.

ځایي چارواکو ویلي چې د بابازی سیکټري- منشي او د هغه یو ساتونکی هم په دغه چاودنه کې وژل شوي دي.

طالبانو د برید پړه په غاړه اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر زلمي خلیلزاد د زیارت په ورځ ویلي چې هغه په قطر کې د طالب مشرانو سره د تاوتریخوالي د کمولو او د فرورۍ په تړون پورې تړلي یو شمیر نورو مسلو په اړه خبرې اترې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG