لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت به د کرونا ځپلویو امریکایانو مالي امداد کوي، د مرکزي بېنک مشر وايي


د کرونا وایرس د شروع کېدو ورسته په نیویارک کې د امریکې سټاک اېکسچینج د سختو لوړو ژورو نه تېر شوی دی
د کرونا وایرس د شروع کېدو ورسته په نیویارک کې د امریکې سټاک اېکسچینج د سختو لوړو ژورو نه تېر شوی دی

د امریکې د مرکزي بېنک مشر جېروم پاول ويلي هغه کاروبارونه چې د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر یې دروازې تړلي دي د ولس خدمت کوي او مرکزي بېنک او د وفاقي حکومت ادارې به د دوی اقتصادي تاوان د پوره کولو هر ممکن کوښښ کوي.

د امریکې اېن بي سي ټوډی شو پروګرام سره د زیارت په ورځ مرکه کې جېروم پاول ومنله چې ممکنه ده چې په امریکا کې اقتصادي بدحالي یا ریسېشن شروع شوی وي خو هغه وویل د موجوده د اسباب د تېرو وختونو د ریسشن نه ډیر مختلف دي.

جېروم پاول په داسې ورځ د اېن بي سي سره خبرې کولې چې په امریکا کې د بې روزګارۍ په صورت کې حکومت نه د معاوضې دپاره بې روزګاره شویو کسان درې اشاریه درې مېلین خواستونه جمع کړل. چې په کال ۱۹۷۲ کې جمع کړی شویو دغه ډول خواستونو نه پنځه چنده زیاته ده.

جېروم پاول وویل د امریکې د اقتصاد دپاره دا منفرد صورتحال دی چې خلکو ته وویل شوي دي چې اقتصادي هلې ځلې دې کمې کړي او کاروباریانو د ولس د خېر ښیګړې دپاره کاروبارونه بند کړي دي.

جېروم پاول وویل د امریکې مرکزي بېنک به د غیر معمولي اقداماتو دلارې کوښښ کوي چې د کاروبارونو او انفرادي خلکو د قرضو ضرورت په ډول پوره کړي چې په دوی د اقتصادي بدحالۍ اثر و نه غورځیږي. هغه امریکايي ولس نیغ په نیغه مخاطب کړو او وېې وېل "فېډرل رېزرو (مرکزي بېنک) د ستاسو د ملاتړ دپاره سخت محنت کوي."

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي کله چې د کرونا وایرس موجوده بحران ختم شي نو مرکزي بېنک یوازې په خپل د امریکې په اقتصادي بحالۍ کې کردار نشي ادا کولی بلکې د نور حکومتي ادارو د مرستې ضرورت به هم وي او د مرکزي بېنک تګلاره به د معیشت د بحالۍ دپاره کېدونکو مجموعي کوښښونو برخه وي.

تېره هفته د امریکې کارنګرس د دوه اشاره دوه کهرب یا ټریلین ډالرو مالیت یو قانون منظور کړو چې ترمخه به یې نه یوازې کرونا ځپلو کاروبارونو او خلکو سره مالي امداد کولی شي بلکې وفاقي حکومت به ریاستي حکومتونو ته هم مالي امداد کوي چې د کرونا وایرس دلاسه یې معیشت ته رسېدلی نقصان تر څه حده کم شي.

د خزانې وزارت د ټېکسونو جمع کولو میعاد د جولای د میاشت پورې اوږد کړی دی. دا رنګ په مېلینونو امریکایان هغه پېسې چې په ټېکس کې به یې حکومت ته جمع کولې د ځان سره ساتلی شي.

د کانګرس نه منظور شوي د کرونا وایرس امدادي پېکیج دلاندې به وفاقي حکومت مرکزي بېنک ته مالیاتي ادارو ته ۴۵۴ ارب ډالر ورکوي چې دا رنګ دغه مالیاتې ادارې عام ولس او کاروبارونو ته د قرضونو ورکولو توان ولري.

د مرکزي بېنک تر څنګ د حکومت یو شمېر نورو مالیاتي ادارو په یو مشترکه بیان کې قرضې ورکوونکو غیر حکومتي نه غوښتلي چې په ‌ذمه واره طریقه دې صارفینو او وړو کاروبارونو ته قرضې وړاندې کړي. دغو ادارو وویل دغه ډول قرضې نه یوازې د صارفینو ضرورتونه پوره کولی شي بلکې د هغه خلکو سره مالي مرسته هم کوي چې د امدن توله یې خرابه شوي وي او د مشکل وخت نه راوتل غواړي.

حکومتي مامورینو د مالیاتي‌ ادارو نه دا هم غوښتلي چې هغه خلک د کرونا وایرس دلاسه د خراب معاشي حالاتو له امله وړاندې اخیستل شویو قرضونو په ادادګۍ مشکلات لري هغوی سره دې نرمې وکړی شي او داسې تګلارې دې برابر کړی شي چې هغوی قرض دپاسه په قرض اخیستلو مجبور نشي.

په تېرو څو هفتو کې مرکزي بېنک به قرضونو د سود په شرح کې کمی هم کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG