لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په امریکا کې کرونا وایرس دلاسه اقتصاد ته د زیان لړۍ دوام لري


صدر ټرمپ کرونا وایرس ځپلو امریکایانو سره د مالي امداد قانون لاس لیک کوي
صدر ټرمپ کرونا وایرس ځپلو امریکایانو سره د مالي امداد قانون لاس لیک کوي

په امریکا کې کرونا وایرس دلاسه اقتصاد ته د زیان لړۍ دوام لري او په تېره هفته کې پنځه اشاریه دوه فیصد نورو کسانو د بې روزګارۍ په سبب حکومت نه د مالي مرستې دپاره خواستونه جمع کړل. دا خبره د محنت وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپل تازه رپورټ کې وکړه.

په تېرو څلورو هفتو کې په امریکا کې کرونا وایرس دلاسه په اقتصادي هلو ځلو کې د سست روۍ له امله د بې روزګاره شویو کسانو شمېر د ۲۲ مېلین کسانو ته زیات شو او امکان دی چې په اینده هفتو کې به نور کسان هم د بې روزګارۍ په سبب حکومت نه د مالي کومک خواستونه وکړي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په امریکا کې د بې روزګارۍ دا موجوده کچه د ۱۹۳۰ د لسیزې د "ګرېټ ډپرېشن" یا د اعظمې اقتصادي بدحالۍ په وخت د بې روزګارۍ د کچې نه هم زیاته ده.

ځینې اقتصاد پوهان وايي د سږ کال په لومړو دریو میاشتو کې د امریکې په اقتصاد کې د لس اشاریه اته فیصد په شرح کمی شوی دی چې د دویم نړیوال جنګ نه پس د هېواد په اقتصاد کې د کمي تر ټولو لویه کچه ده.

د بې روزګارۍ په حال کې حکومت نه د مالي امداد دپاره د خواستونو ورستی شمېر په تېرو دوو هفتو کې شویو خواستونو په مقابل کې څه قدرې کم دی چې ښايي ممکنه ده په اقتصاد کې څه نه څه ثبات شوی وي. په وړاندې دوو هفتو کې د شپږ مېلین نه زیاتو امریکایانو د بې روزګارۍ خواستونه کړي وو.

د اقتصاد د نظر نه که وکتلی شي نو دا لا نه معلومه چې کاروبارونه به نور څومره تړل شوي وي خو صدر ډانلډ ټرمپ خواهش لري چې د می د لومړۍ نېټې څخه دې اقتصادي او کاروبارې هلې ځلې پرانیستل شي.

خو د لویو کاروبارونو مشرانو صدر ټرمپ ته ویلي د دې نه وړاندې چې کارکونکو ته بیرته خپلو رزګارونو ته د تګ اجازت ورکړی شي ضروري ده چې د چا دې د کرونا وایرس ټسټسونه وشي.

د امریکې په ورستي تاریخ کې په دومره لږ وخت کې په دومره لویه شمېره کې د خلکو د بې روزګاره کېدو مثال نه لیدل کیږي. د کال ۲۰۰۷ نه تر د کال ۲۰۰۹ د اقتصادي بدحالۍ په وخت اته اشاریه شپږ مېلین کسان بې روزګاره شوي وو.

کرونا وایرس دلاسه په اقتصادي توګه ځپل شویو امریکایانو د مالي امداد دپاره کانګرس د دوه اشاره دوه ټرېلین (کهرب) ډالر قانون منظور کړی دی چې پکې د بې روزګارۍ په صورت کې یوې هفتې مالي امداد کچه ۶۰۰ ډالرو پورې زیاته کړی شوي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG