لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د ترهګرۍ خلاف د امریکې نړیوال جنګ له امله ۵۹ مېلین کسان په کورونو پرېښودو مجبور شوي


 په بې کوره شویو کسانو کې اکثرېت خلک په عراق کې وو چې تعداد یې نهه اشاره دوه مېلن و. په شام کې اووه اشاریه یو مېلین او په افغانستان کې درې اشاریه پنځه مېلین کسان بې کوره شوي یا بې ځایه شوي دي
په بې کوره شویو کسانو کې اکثرېت خلک په عراق کې وو چې تعداد یې نهه اشاره دوه مېلن و. په شام کې اووه اشاریه یو مېلین او په افغانستان کې درې اشاریه پنځه مېلین کسان بې کوره شوي یا بې ځایه شوي دي

د کال ۲۰۰۱ راهسې په نړیواله کچه د ترهګرۍ خلاف د امریکې د جنګ له امله ۵۹ مېلین کسان په خپلو کورونو پرېښودو مجبور شوي دي. دا خبره براون یونېورسټۍ په خپل ورستي رپورټ کې کړې ده.

د "کاسټس اف وار پراجېکټ" یا د جنګ د قیمتونو منصوبې په عنوان رپورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ شایع شوی، او پکې وېل شوي چې د افریقې، منځني ختیځ او اېشیا په اتوو ملکونو کې د ۳۷ مېلین نه تر د ۵۹ مېلېن پورې کسان د پرتشدد جنګونو له امله په کورونو پرېښودو مجبور شوي دي.

په بې کوره شویو کسانو کې اکثرېت خلک په عراق کې وو چې تعداد یې نهه اشاره دوه مېلن و. په شام کې اووه اشاریه یو مېلین او په افغانستان کې درې اشاریه پنځه مېلین کسان بې کوره شوي یا بې ځایه شوي دي.

رپورټ وايي د ترهګرۍ خلاف د امریکې زیاتره توجه په افغانستان، عراق، پاکستان، یمن، صومالیه، فلپینز، لېبیا او شام وه او د بې کوره یا بې ځایه شویو کسانو د ۵۹ مېلین شمېره د کډوالو، په نورو ملکونو کې دسیاسي پناه غوښتونکو او د دغو ملکونو د دنه د بې کوره شویو کسانو د تعداد په بنیاد موندل شوي ده.

د رپورټ لیکوالان وايي دوی دا نه وايي چې یوازې امریکا یا د امریکې حکومت د خلکو د بې کوره کېدو ‌ذمه واري په غاړه لري بلکې د دې ګڼ شمېر عوامل دي چې پکې په جنګ کې ښکېل بېلا بېل فریقېن، د جنګ مختلف کردارونه، د پېړیو تاریخ، په لویه کچه سیاسي، اقتصادي او سماجي قوتونه غوندې اسباب شامل دي.

په رپورټ کې وېل شوي چې د وړاندې نه موجودو حالاتو له امله چې پکې غربت، په موسم کې بدلون، د وړاندې څخه دوام لرونکي جنګونه او تشدد له امله هم ځېنې خلک بې ځایه شي او ځېنې نا.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه د بروان یونېورسټۍ په څېړنه کې د هغه مېلینونو کسانو ‌‌ذکر نه دی شوی چې د هغو جنګونو دلاسه بې ځایه شوي چې د ۹/۱۱ نه پس پکې امریکې شمولیت کړی دی. د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ ضد دغه جنګونه به برکینافاسو، کېمروون، سنټرل افرېقن ریپبلک، چاډ، ډېموکرېټک ريپبلېک اف دي کانګو، مالي، نیجر، سعودي عرب او تیونس کې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG