په داسې حال کې چې په امریکا کې کرونا وایرس خپریږي او د ۷۷۰۰۰ نه زیات کسان د دې وایرس له امله مړه شوي دي د صحت د چارو یوې ادارې ویلي د کرونا وایرس له امله پریشان کوونکو حالاتو کې د شرابو زیاتوولو، د نشۍ توکو بي ځایه استعمال او خودکشۍ د خلکو ژوندونه اخیستلی شي.
د "وېل بیینګ ټرسټ" نومې د جمعې په ورځ خپل رپورټ په داسې حال کې خپرو کړی چې په امریکا کې د بې روزکارۍ شرح د یورپ او د نورو ترقیافته ملکونو برطانیه او جاپان نه هم زیاته شوي ده.
د امرېکې د محنت وزارت یا لېبر ډپارټمنټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ جاري کړې شویو شمېرو ترمخه کرونا وایرس د خپرېدو دپاره د تېرو اووه هفتو د لاک ډاون په مهال درې دیرش اشاره پنځه مېلین امریکایان بې روزګاره شوي او حکومت ته یې د مالي امداد خواستونه کړي دي.
په امریکا کې د بې روزګارۍ دا موجوده شرح د ۱۹۲۰ د لسیزې د اقتصادي بدحالۍ نه هم خرابه ده. دغه بد حالي د "ګرېټ ډپرېشن" یا اعظیمې اقتصادۍ بدحالۍ په نامه یادیږي.
وېل بیینګ ټرسټ وویل د بې روزګارۍ په اړه دغه رپورټونه د "مایوسۍ د مرګونو" خطر راولاړوي.
په امریکا کې د ۷۷۰۰۰ نه زیات کسان کرونا وایرس دلاسه مړه شوي دي او د یو مېلین نه زیات کسان دې وایرس ناروغه کړي دي.
وایټ هاوس ويلي د نايب صدر مایک پېنس د عملې یو غړی هم کرونا ویرس ناروغه کړی دی او د صدر ټرمپ په شخصي نوکرانو کې هم یو تن د وایرس ناروغا شوی دی.
امرېکي برطانيي نه پس اټلي دریم ملک دی چې د کرونا وایرس دلاسه پکې زیات کسان مړه شوي دي.