لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې په اقتصاد د کرونا وایرس د اثراتو له امله د بې روزګارۍ کچه په کمېدو ده


د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي که څه هم د بې روزګارۍ په شرح کې کمی لیدل کېږي د دنیا تر ټولو لوې اقتصاد کې د بې روزګارۍ موجوده کچه غیر معمولي ده

د امریکې د محنت وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع کړی شوي شمېرې څرګندوي چې د هغه کسانو په تعداد کې کمی لیدل کېږي چې د بې روزګارۍ په صورت کې حکومت ته د مالي امداد خواست ورکوي یعنې د تېرو څو هفتو راهسې د کرونا وایرس له امله اقتصاد ته د زیان په نتیجه کې د بې روزګارۍ کچه په کمېدو ده.

تېره هفته یو اشاریه پنځه مېلین کسانو د بې روزګارۍ په صورت کې د حکومتي مرستې خواستونه وکړل. په تېرو ۱۵ هفتو کې پرله پسې په دغه ډول خواستونو کې کمی لیدل کیږي. د دی یو لوې سبب دا دی چې کاروبارونه په ورو ورو بیا پرانیستل کېږي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي که څه هم د بې روزګارۍ په شرح کې کمی لیدل کېږي د دنیا تر ټولو لوې اقتصاد کې د بې روزګارۍ موجوده کچه غیر معمولي ده.

تیره میاشت په امریکا کې د بې روزګارۍ شرح دیارلس اشاریه درې فیصد وه. د حکومت اندازه ده چې د سږ کال تر اخېره پورې به د بې روزګارۍ کچه نهه اشاره درې فیصد او د کال ۲۰۲۱ پورې به شپږ اشاریه پنځه ته کمه شي خو اقتصاد پوهان د بې روزګارۍ د کمېدو په اړه لکه حکومت د په رنګ دومره خوشبینه نه ښکاري.

د کرونا وایرس له امله د امریکې اقتصاد ته د نقصان په نتیجه کې د موجوده بې روزګارۍ شرح د ۱۹۳۰ او د ۲۰۰۸-۲۰۰۹ د اقتصادي بدحالۍ یا ریسېشن نه هم زیاته ده. د ۱۹۳۰ د لسېزې اقتصادي بدحالي د امریکې په تاریخ کې د ګرېټ ډېپرېشن یا د عظېمې بدحالۍ به نامه یادیږي.

د تېرو دریو ماشتو د بند وروسته د زرګونو په شمېره کې امریکايي کاروبارونه بیا پرانیستل کېږي، خو ځېنې کاروبارونه کارکوونکي لېرې کوي او په داسې حال کې چې د کېلېفورنیا، فلوریډا او د ټېکسس ریاستونو کې د کرونا وایرس کېسونه بیا زیاتېږي ځېنې کمپنۍ بیا خپلې دروازې بندوي.

په امریکا کې کرونا وایرس له امله د خلکو د مړینې شمېر د ۱۲۱‍۰۰۰ نه زیات شوی دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي په داسې حال کې چې د امریکې اقتصاد بیا به خپلو پښو د ودریدو کوښښونه کوي، صدر ډانلډ ټرمپ او د کانګرس امریکايي ولس سره د نورې مالې مرستې په اړه غور کوي.

صدر ټرمپ ویلي ګوري چې امریکایانو ته د ۱۲۰۰ ډالرو نور چېکونه ولېږي.
د کانګرس په ایوان نمایندګان یا هاوس اف رېپرزېنټېتیوز کې د حزب اختلاف ډیموکرېټګ پارټۍ مختلفو ریاستونو او ښارونو سره د مالي امداد دپاره د درې کرب ډالرو پنګې منظورې ورکړې ده خو وایټ هاوس او د واکمن ریپبلیکن پارټۍ غړي یې ورسره نه مني.

XS
SM
MD
LG