لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د صدارتي انتخاب په اړه د غلطو معلوماتو خپرولو په لړ کې واشنګټن د ماسکو د کوښښو خلاف ګامونه پورته کړي



د امریکې د انصاف، خارجه او د خزانې وزارتونو په اعلان کې په روس د امریکایی قوانینو او د نړیوالو اصولو د ماتولو الزام لګول شوی او وېل شوي دا د روس د هغه پراخه کچه کوښښونو برخه ده چې سرپرستي يې د روس صدر ولادېمېر پوټن ته نږدې حلقه کوي
د امریکې د انصاف، خارجه او د خزانې وزارتونو په اعلان کې په روس د امریکایی قوانینو او د نړیوالو اصولو د ماتولو الزام لګول شوی او وېل شوي دا د روس د هغه پراخه کچه کوښښونو برخه ده چې سرپرستي يې د روس صدر ولادېمېر پوټن ته نږدې حلقه کوي

امریکې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ماسکو سره په تړون لرونکو کمپنو او د دغه کمپنو په کارکوونکو مجرمانه الزامات لګولي، پابندۍ يې پې لګولي او په ضد يې نور ګامونه اخېستي دي. د امریکايي مامورینو په قول دا اقدامات د روس د دې کوښښونو په جواب کې اخیستل شوي چې د امریکې په ټولنه او د صدارتي انتخاب په نتیجه اثر وغورځوي.

د امریکې د انصاف، خارجه او د خزانې وزارتونو په اعلان کې په روس د امریکایی قوانینو او د نړیوالو اصولو د ماتولو الزام لګول شوی او وېل شوي دا د روس د هغه پراخه کچه کوښښونو برخه ده چې سرپرستي يې د روس صدر ولادېمېر پوټن ته نږدې حلقه کوي.

د امریکې صدارتي انتخاب ته د خطر د مخنیوي دپاره د انصاف وزارت د خصوصي ځواک یا ټاسک فورس غونډې ته د امریکې اټارني جنرل، مشر سرکاري وکیل یا څارنوال، مېرېک ګارلېنډ وویل د امریکايي انتخاب په اړه د روس سیکمونه څرګندوي چې روس د امریکې جمهوري عمل د کمزوري کولو دپاره تر کوم حد پورې تللی شي. هغه زیاته کړه چې دا ډېره سنګینه مسله ده او په اړه يې سنجیده ګامونه اخیستل کېږي.

د انصاف وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د فرد جرم دستاوېزات څرګند کړل چې په کې الزام لګول شوی چې روس خپل لاس خفیه ساتلو په زریعه د سرکاري خبري ادارې ار ټي دوه کارکوونکي، جعلي کمپنۍ او د جعلي کسانو دلارې د امریکې په ټېنېسي ریاست کې د ۱۰ مېلین ډالرو په لګښت په انګرېزۍ ژبه کې د روس حکومت په حمایت کې مواد تقیسمول.

چارواکو وویل دغه کمپنۍ د کال ۲۰۲۳ د نومبر د میاشت راهسې قریباً ۲۰۰۰ وډیوز جوړ کړي او په ټېک ټاک، اېکس او د یوټیوب په شمول یې په سوشل میډیا خواره کړي او یوازې په یوټیوب یې ۱۶ مېلین کتونکي لاسه کړي دي.

دا تشویش هم موجود دی چې د روس عملیات ممکنه ده چې د دې نه هم زیات وي.

د امریکايي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي مشر ګرېسټوفر ری وویل که څه هم ار ټي په ۲۰۲۲ کې په رسمي ډول په امریکا کې عملیات وتړل خو په تحقیقاتو کې موندل شوي چې لږ تر لږه د تېر کال راهسې په روس په امریکا کې د مېشته خلکو او په امریکا کې د کار کوونکو خلکو په زریعه د امریکايي ميډیا شخصیاتو سره په قراردادونو کې مرسته کړې چې د روس په حق کې پراپګېنډا تیاره او خوره کړي.

ری وویل دغه پراپګېڼدا د ازادو خبرو په څېر پېش کېدله چې په حقیقت کې په روس کې د ار ټي هغه کارکوونکو تیاره کړې وه چې د روس حکومت دپاره یې کار کولو.

وي او ای په واشنګټن کې د روس سفارتخانې او د هغه کمپنۍ سره د تبصرې دپاره رابطه وکړه چې د امریکې په فرد جرم کې يې ذکر شوی و خو دواړو جواب و نه کړو.

په فرد جرم کې د ذکر شوي کمپنۍ ټېنېټ میډیا مبصرینو او اثر کوونکو په دې اړه خبرې کړي دي.
د پاډکاسټ کوربه ټېم پول په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل که د فرد جرم الزامات ثابتېږی او دا رېښتیا وي نو د هغه او د نورو شخصیاتو سره دوکه شوې او د دوکې ښکار شوي دي.

د بېني شو کوربه بېني جانسن د انصاف وزارت د الزاماتو په اړه د تشویش اظهار وکړو او ویې وېل دا واضحه کول غواړي چې هغه او نور کسان د مبینه سکیم ښکار شوي دي.

په امریکايي کمپنۍ په رسمي ډول څه الزام نه دی لګول شوی خو د انصاف وزارت وویل کمپني په دې کې ناکامه شوې وه چې اورېدونکو او کتونکو ته وویل چې ار ټي ورسره مالي مرسته کوي. چارواکو دې خبرې ته هم پام ګرځولی چې د قانون مطابق د کمپنۍ بانیانو ځانونه د غېر ملکي اېجنټانو په څېر نه وو رېجسټر کړي.

ار ټي په خپله وېب پاڼه او په سوشل میډیا په امریکايي الزاماتو خندا وکړه.

د ار ټي په وېب پاڼه د اېډیټر ان چیف مارګریټا سایمنیان له قوله لیکلي چې ار ټي په مکمله توګه وویستل شي نو دوی به اینده انتخابات څنګه کوي. هغه وايي دوی (امریکایانو) سره د ار ډي په باره کې د ویره خورولو نه علاوه بله څه لاره نشته.

د ار ټي د دوو کارکوونکو شناخت د ۳۱ کوسټیانټېن کلاشنکوف او د ۲۷ کلنې اېلینا اسفنسایوا په نومو شوی او د مني لانډرنګ یا غېرقانوني پېسې د صفا کولو او د ځانونه غېر ملکي اېجنټان د نه څرګندولو الزامات پې لګول شوي‌ دي.

په امریکا کې ځان د غېر ملکي اېجنټ په څېر د نه رېجسټر کولو په جرم پینځه کال د قېد سرا او د مني لانډرنګ جرم په ثابتېدو په جرم تر ۲۰ کالو پورې د قېد سزا کېدلی شي.

امریکايي چارواکو ۳۲ وېب پاڼې هم نیولي چې د روس غلط معلومات یې خورول.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

باجوړ کې په دویمه ورځ هم د ناامنۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG