لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انټرنېټي معلوماتو د غلا په ضد امریکا په نورو ګامونو اخیستلو غور کوي


د واکمن ډېموکرېټک ګوند د سینتټ د استخباراتي چارو کمیټۍ مشر مارک وارنر ویلي د صدر بایډن حکومت ډیر په تندۍ په دې اړه ګامونه اخېستي خو د هغوي واک محدوده دی او ددې لپاره به لازمي وي چې قانون سازي وشي
د واکمن ډېموکرېټک ګوند د سینتټ د استخباراتي چارو کمیټۍ مشر مارک وارنر ویلي د صدر بایډن حکومت ډیر په تندۍ په دې اړه ګامونه اخېستي خو د هغوي واک محدوده دی او ددې لپاره به لازمي وي چې قانون سازي وشي

د انټرنېټ کمپنۍ د ضابطو لاندې راوستلو او د انټرنېټي غلا نه د تحفظ لپاره امکان دی چې امریکا نور کلک ګامونه پورته کړي.

د انټرنیټي غلا په لار حساسه معلوماتو ته رسايي او د اکاونټونو نه د پيسو ایستلو پيښې زیاتې شوي دي.

د امریکا صدر جوبایډن په حکومت کې په دغه اړه دوؤ عهدو لپاره نومول شویو چارواکو خبرداری کړی چې دغه زیان رسوونکي کسان په ازادۍ په خپلو فعالیتونو کې بوخت دي او یو شمېر شخصي تنظیمونه یې په مخه نیوي کې ناکامه شوي دي.

دا خبرې د امریکا سینیټ د قامي سلامتیا او حکومتي چارو کمیټۍ غړو ته د هیواد لومړي نومول شوي قامي سایبر ډائریکټر کریس اینګلس په خپله وینا کې کړي دي.

ده ویلي د خپلو ګټو لپاره ازاد خیالي په ظاهره کار نه ورکوي. نوموړي وويل کله چې هم د انټرنیټ غلاګر ډیر حساسه ځایونه چېرته د قام مفاد خوندي وي هلته فعالیتونه ترسره کوي نو دوی له به هلته د دغه غلو مخه نیول وي او د دې لپاره به ضابطې برابرول لازمي وي لکه څنګه چې د هوايي جهازونو او د موټرو جوړولو صنعت لپاره کړي دي.

جین ایسټرلي چې د قامي سلامتیا په وزارت کې د سایبرسکیورټي او انفراسټرکچر سکیورټي ادارې د مشرې په حیث نومول شوې د ښاغلي اینګلس خبره یې تايد کړه او ویې وېل :د یو قام په حیث مونږ ټول د انټرنیټي غلا د لوی خطر سره مخ یو. هغه وايي “ ما ته ښکاري په رضاکارانه توګه هلې ځلې به د دې مخه ونه نیسي او هم دغې لپاره فکر کوم څه ضابطې جوړول چې پکې خبرداري هم شامل وي لازمي دي.

په امریکا کې په نزدیو کې یو شمیر لوی د انټرنیټي غلا پیښې مخې ته راغلي چې پکې د انټرغلاګرو د سولروینډز په نوم د سافټ وئیر جوړونکي شرکت پټ معلوماتو ته رسايي هم شامله ده. دا پیښه د تېردسمبر په میاشت کې شوې وه.

د امریکا استخباراتي ادارې دغه کار د روس جاسوسي عملیاتو په نوم یادوي. ددغې پیښې سره د غلاګرو د سولروینډز څخه کار اخستونکو ۱۸۰۰۰ کمپنو ته رسايي شوې ده او هم د دغې په لار د روس غلاګر د امریکا حکومتي ادارو چې پکې د امریکا د قامي سلامتیا اداره هم شامله ده، ته رسايي شوې ده.

په نزدیو کې د جی بي ایس په نوم د نړۍ تر ټولو لوی د غوښې لیږدونکي شرکت د پیسو غلا کولو یوې شبکې له سببه په اسټریلیا او شمالي امریکا کې خپله دهنده تړلې ده.

د روانې میاشتې په شروع کې په امریکا کې ترټولو لوی پائپ لائن په لار د تیلو ترسیل کونکي شرکت ستر مشر په واشنګټن کې د کانګرس غړو ته ویلي وو د می په میاشت کې ددوی د شرکت نه د پیسو غلا کولو وروسته فکر کوي د ده سره بله لار نه ده پاتې غیر له دې چې پینځه مېلینه ډالره د ډارک سائیډ شبکې ته ورکړي.

ددغه پیښې وروسته د امریکا په شمال ختیځه برخه کې د تیلو لویه ستونزه رامینځ ته شوې وه.

ښاغلي ایسټرلي وویل مونږ یو داسې مرحلې ته راغلي یو چې په ګډه د کلک ګامونو پورته کولو بغیر بله لار نه لرو.

یاده دې وي په امریکا کې د سایبر سکیورټي یا د انټرنیټي غلا څخه د تحفظ لپاره دا په لومړي وار غوښتنه نه ده شوې بلکه وړاندې هم د دواړه سیاسي ډلو لخوه دغه غوښتنه څوڅو وارې شوې ده

د واکمن ډېموکرېټک ګوند د سینتټ د استخباراتي چارو کمیټۍ مشر مارک وارنر ویلي د صدر بایډن حکومت ډیر په تندۍ په دې اړه ګامونه اخېستي خو د هغوي واک محدوده دی او ددې لپاره به لازمي وي چې قانون سازي وشي.

د امریکا لومړي نومول شوي قامي سایبر ډائریکټر ښآغلي اینګلس ویلي په نزدیو کې د لوی کچې انیټرنیټي غلاؤ پیښو سره اوس لازمي شوې چې خپل قامي انفراسټرکچر محفوظه کړو او زیاته یې کړه که چېری دده ټاکنه د سایبر ډائریکټر په حیث رسمي شوه نو نه یوازې ټکنالوجي بلکې هغه خلک په هم محفوظه کړي چې ټکنالوجي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG