لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د دفاع وزیر طیب اردوان په شام کې د غیر ضروري برید لپاره تورن کړی


د امریکا د دفاع سیکتر مارک اېسپر ویلي د ترکي صدر رجب طیب اردوان د خود سره اسلامي ریاست یا داعش بیا راپورته کیدو، په شام کې د زیاتیدونکي بشري بحران یا ناورین او د ممکنه جنګي جرمونو مسولیت په غاړه لري.

د ترکي لخوا په شمالي شام کې د تیرې اونۍ راهسې پېل شوي عملیاتو وروسته دا د امریکا د دفاع وزارت یا پینټاګان لخوا د غندنې تر ټولو سخت بیان دی.

ښاغلي اېسپر د ترکي لخوا د کردانو پرضد دغه عملیات ٫٫ غیر ضروري او بې سوچه٬٬ بللي. نوموړي ویلي د ترکي دغه عملیاتو له وجې د ګڼو هیوادونو یا قامونو لخوا د داعش تندروه ډلې پرضد ترلاسه شوې کامیابیو ته تاوان رسیدلی او د کردي عسکرو په ولقه کې ګڼ شمیر د داعش خطرناک بندیان د حراستي مرکزونو نه تښتیدلي دي.

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړې چې د ترکي پوځ لخوا په شمالي شام کې دغه عملیاتو له وجې دامریکا او ترکي اړیکو ته هم زیان رسیدلی. نوموړي ویلي پلان لري چې راروانه اونس برسلز ته سفر وکړي چې د ناټو نور غړي هیوادونه باندې فشار راوړي چې په ترکي بندیزونه ولګوي.

ترکي پوځیان تیره اونۍ وروسته د هغې شمالي شام ته داخل شوي کله چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د دغه سیمې نه د نژدې یو زر امریکايي عسکرو د ویستلو اعلان وکړو. د امریکا صدر په وینا دغه عسکر به په منځني ختیځ د حالاتو سره سم په نورو ځایونو کې پرځاې کوي.

امریکا د شام کردانو سره اوږه په اوږه د داعش تندروه ګوند پرضد جنګیدلې. او دغه تندروه ډله د شامي حکومت نسکورولو لپاره جنګیدونکې یوه بله ډله وه.

ترکي شامي کردانو یا سیرین ډیموکرټک فورسز د ترکي نه بیلتون غوښتونکي کردانو سره تړي او ترکي دغه ترهګر ګڼي.

خو د امریکا د دفاع سیکتر ویلي د ترکي ٫٫ غیر ذمه واره٬٬ ګامونو په شمالي شام کې امریکايي عسکرو تهد نه منلو خطر جوړ کړی او داسې امکان شته چې امریکا د سرحدي لانجو په شخړه کې ونښلي.

صدر ډانلډ ټرمپ د خپلې فیصلې دفاع کړې:

هم د ګل په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ یو وارې بیا د شام نه د امریکايي عسکرو د ویستلو خپلې فیصلې دفاع کړې. صدر ټرمپ دا ځلې د امریکا دننه د دواړه سیاسي ګوندونو او په اروپا کې د امریکا ایتلافي هیوادونو لخوا د نیوکو وروسته کړې.

صدر ډانلډ ټرمپ په ټوېټر لیکلي ٫٫ ایا خلک دا ګمان کوي چې مونږ د ناټو غړي هیواد ترکي سره جګړې ته لاړ شو؟٬٬ صدر ټرمپ وړاندې لیکلي ٫٫ نه ختمیدونکي جنګونه به ختمیږي! هغه خلک چې مونږ يې د منځني ختیځ په لانجه یا جنګونو کې انښلولي، هم هغوي په دغه جنګونو کې پاتې کیدل غواړي.

امریکايي صدر زیاته کړې چې هغه د ترکي د فولادو په وارداتو باندې ټېکسونه سېوا کوي او د ترکي په اوسني او پخوانو چارواکو د بندیزونو تیارۍ کوي. نوموړ ویلي چې هغه د ترکي سره تجارتي خبرې اترې ودروي.

صدر ټرمپ لیکلي: ٫٫که د ترکی مشرانو هم دغه خطرناکه او د تباهۍ لاره هم دغه شان خوښه کړه ځه تیار یم چې د ترکي اقتصاد په په منډه تباه کړم.٬٬

په امریکا کې د ډیموکرېټک ګوند د هاوس سپیکرې نینسي پلوسي د نماېندګانو په پوره ایوان غږ کړی چې یو داسې قرار دادې دې منظور کړي چې د صدر ټرمپ لخوا د شام نه د عسکرو ویستلو فیصله وغندي. خو میرمن پلوسي په دې رضا خودلې چې د ترکي لخوا اخستل ګامونه وغندي.

شامي عسکر د ترکي پولې ته رسیدلي:

اخوا د شامي کردانو سره د لوظنامې یوه ورځ وروسته د شام حکومتي ځواکونه د ترکي د حملې مخه نیولو لپاره د ګل په ورځ د ترکي سرحدي پولې سره نزدې یو ښار ته ننوتي.

د شام سرکاري خبري ادارې ثنا نیوز د ګل په ورځ په یو رپورټ کې ښودلي چې شامي عسکر د ترکي او شام ګډې پولې نه ۲۰ کلومیټره لرې په تل تمار کې په حرکت ښودلي. په دغه رپورټ کې ویل شوي چې د ترکي جارحیت د ځواب لپاره تلونکي عسکرو ته ځايي خلکو هرکلی کړی.

د تیرې یوې اونۍ راهسې د شام او ترکي په پوله روانه جګړه کې د ځايي څارونکو په وینا په درځنو ولسي وګړي وژل شوي. د امریکا خارجه دفتر هغه رپورټونه هم په کلکه غندلي چې پکې ویل شوي چې ترکي پلوه جنګیالي عام خلک وژني.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG