لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي خبریال وايي په هوايي اډه یې افسر ته ومنله چې پروپگېنډه لیکي نو هغه ورته پاسپورټ بېرته ورکړو


 په خپل شکایت کې بېن واټسن ویلي چې هغه د واشنگټن ډلس هوايي اډې ته د ډنمارک څخه راورسېدو نو په هوايي اډه ترې د سي بي پي یو افسر د پاسپورټ اخیستلو په وخت د معمول پوښتنې وکړې او بیل یې وپوښتل چې هغه څه دنده کوي؟
په خپل شکایت کې بېن واټسن ویلي چې هغه د واشنگټن ډلس هوايي اډې ته د ډنمارک څخه راورسېدو نو په هوايي اډه ترې د سي بي پي یو افسر د پاسپورټ اخیستلو په وخت د معمول پوښتنې وکړې او بیل یې وپوښتل چې هغه څه دنده کوي؟

یو امریکايي خبریال ویلي هېواد ته په بېرته راتگ ورته د سرحد ساتونکې محکمې یو افسر هله د هوایي اډې څخه د بهر تگ اجازت ورکړو چې هغه ومنله چې د خبریالا په توگه هغه "پروپگنېډه" لیکي.

بېن واټسن د "ډیفنس ون" نومې ویب پاڼې لیکوال او مدیر دی. هغه د امریکې د قامي سلامتیه محکمي ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سکیورټي او د کسټمز اېنډ بارډر پروټکېشن، سي بي پي، چې د هیواد سرحد ساتي، خلاف د سول رایټس یا د شهري حقونو د خلاف ورزۍ شکایت درج کړی دی.

په خپل شکایت کې بېن واټسن ویلي چې هغه د واشنگټن ډلس هوايي اډې ته د ډنمارک څخه راورسېدو نو په هوايي اډه ترې د سي بي پي یو افسر د پاسپورټ اخیستلو په وخت د معمول پوښتنې وکړې او بیل یې وپوښتل چې هغه څه دنده کوي؟

واټسن وايي هغه ورته وویل چې صحافت یې دنده ده.

د دې وروسته، واټسن د سي بي پي افسر سره خپله مکالمه داسې بیان کړې:

"ښه نو ته پروپگېنډه لیکې، صحیح ده؟"

"نا،" واټسن ځواب ورکړو.

"ته خبریال يي؟"

"هو" واټسن وویل

"ښه نو ته پروپگېنډه لېکې، سمه ده؟"

"نا. زه صحافي یم اوقامي سلامتیه او د هیواد سلامتیه کور کوم (په دې خبرونه لیکم)...ځینې خلک دا دلیل لري چې دا پروپگېنډه ده."

"ته خبریال يي؟" د سي بي پي افسر بیا پوښتنه وکړه.

"هو،" واټنس وویل.

"ته پروپگېنډه لیکې؟" افسر بیا پوښتنه وکړه.

واټسن وايي د څه وخت دپاره ترې هم دغه پوښتنه بیا بیا کېدله او هغه هم ورته خپل ځواب تکرارولو.

واټسن وویل د افسر سره مکالمه د وړاندې بوتلو په خاطر هغه ومنله چې هغه پروپگنېډه لیکي. په دې واټسن وايي د سي بي پي افسر هغه ته پاسپورټ بیرته ورکړو.

واټسن وي او ای ته په یو ایمېل کې وویل چې د هغه دپاره د سي بي پي افسر سره دغه مکالمه ډیره غیر معمولي خبره وه او امریکې ته د هغه د بیرته راتگ سره یې هیڅ تړون نلرلو. هغه وویل د دغې پېښې وروسته ورته معلومه شوې ده چې د سي بي پي افسران دغه ډول چلند په عامه توگه د نورو خلکو سره هم کوي.

سي بي پي وي او ای ته په یو بیان کې وویل اداره معلومول غواړي چې په حقیقت کې څه شوي دي؟

په ورستي وخت کې د امریکې په هوايي اډو د نورو خبریالانو د زورول کېدو رپورټونه هم مخې ته راغلې دي.

د جون په میاشت کې د "انټرسپېټ" نومې خبري ادارې سېټ هارپ وویل چې هغه څو گنټې په هوايي اډه ایسار کړی شوی و او د سي بي پي افسرانو یې د موبایل په شمول نور شخصي سامان تالاشي اخیستې وه.

د فېبرورۍ په میاشت کې د "بزفیډ" نومې خبري ادارې ډېوډ مېک وویل چې د سي بي پي اېجنټانو ترې د یو خاص خبر په اړه د تفتیش په انداز کې پوښتنې کړې وې.

د اگست په میاشت کې د برطانيي خبریال جېمز ډایر وویل د سي بي پي یو افسر هغه ویرولی و د هغه کار یې "فیک نیوز" یا جعلي خبرونه وبلل او دا پوښتنې ترې وکړه چې ایا د امریکې ولس ته "دروغ" خپروئ؟

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG