لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنرال جوزف ووټل په مشرۍ کې امریکايي پلاوي د شمالي وزیرستان سفر کړی


US CENTCOM Chief Gen. Joseph Votel visits North Waziristan, Pakistan, Aug. 19, 2017.
US CENTCOM Chief Gen. Joseph Votel visits North Waziristan, Pakistan, Aug. 19, 2017.

د امریکا د مرکزي ځواکونو یا سنټرل کمانډ مشر جنرال جوزف ووټل په مشرۍ کې امریکايي پلاوي نن د پاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان سفر کړی. دغه امریکايي پلاوی د پاکستان په درې ورځني سفر دا مهال په پاکستان کې دی.

د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي د جنرال جوزف په مشرۍ کې امریکايي پلاوي نن د شمالي وزیرستان په سفر کې د پاکستان پوځ لخوا دغلته شوي عملیاتو، د پاک افغان پولې امنیت او څارنې نظام او په دغه سیمه کې د عملیاتو وروستو د پرمختیا د کارونو جاج اخستي.

د پوځ لخوا خپور شوي بیان ترمخه دغه پلاوي په خپل سفر کې په عملیاتو کې د پاکستاني پوځ کامیابیو او د ځاېي قبایلو د قربانیو ستاینه کړی ده. بیان زیاتوي دغه هيېت په میران شا کې د ارمي پبلک سکول دوره هم کړی اوهلته يې د ماشومانو سره خبرې کړي.

وړاندې د دې نه د جنرال جوزف ووټل په مشرۍ کې امریکايي هیېت په اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره هم لیده کاته کړي وو.

امریکايي پلاوی د پاکستان دغه سفر په داسې وخت کوي چې د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره جوړولو ته نژدې شوی او نړيوال مطبوعات وايي د افغانستان په اړه خپلې نوې تګلاره کښې د پاکستان د پوځ دپاره په امريکايي دفاعي امداد بندولو غور کوي.

امریکا او افغانستان وخت په وخت په پاکستان تورونه ردوي په خپله خاوره يې افغان طالبانو او د حقاني شبکې ترهګرو له پناه ورکړی او دغه ډلې بیا په افغانستان کې د افغان پوځ او امریکايي عسکرو پرضد جنګیږي. امریکا بیا بیا د پاکستان نه دا غوښتنه هم کړې چې د حقاني ترهګرې ډلې پرضد دې عملیات وکړي.

که څه هم پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي دوي د ترهګرو ډلو تر مینځه هیڅ فرق نه کوي او د ټولو پرضد یو شان عملیات کوي. خو نړۍ او په خاصه توګه افغانستان د پاکستان به دغه دریځ باور نه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG