لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډېموکرېټک ګوند صدارتي امیدوار جوبایډن د کرونا وایرس په لړ کې د صدر ټرمپ په تګلاره نېوکې کړي


صدر ټرمپ او جوبایډن

د ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جو باېډن او د ناېب صدارت لپاره کاندیدې کماله هیرېس د ګوند لخوا د نومول کیدو وروسته تیره شپه په لومړي ځل په یوه ګډه مرکه کې د امریکا یو شمیر کورني چلنجونو تر څنګ په کرونا وایرس هم خپل دریځ وړاندې کړی.

د ای بي سي نیوز ټي وي سره په دغه مرکه کې چې تېره شپه خپره شوي جو باېډن وویل د کرونا وبا خوریدو په سر صدر ټرمپ نه ګرموي خو د دغې ستونزې نه په تېښته یې تورنوي. ٫٫ دا فکر چې څه معجزه به وشي‌ او دا وبا به پخپله ختمه شي دا غیر حقیقي سوچ دی.٬٬

باېډن زیاته کړې چې صدر ټرمپ بیا بیا د کرونا وبا د علاج په اړه ساېنس پوهان نه دي اوریدلي او لیوني علاجونه ېې خلکو ته ویلي.

دغه مرکه د تیرې جمعې په ورځ د ډیمو کرېټانو د کنونشن وروسته ترسره شوې وه او دا د جو باېډن او کماله هېرېس د نومول کیدو وروسته لومړۍ ګډه مرکه ده.‌

تیر ماښام بیا صدر ټرمپ د کرونا وایرس بیمارانو ته د وینې د پلازما ورکولو په برخه کې د وفاقي انتظامیې جاري شوې اجازت نامه وستایله. هغه وویل چې په دې سره به د کرونا وایرس د "بې شمېره" بیمارانو ژوند وژغورل شي.

صدر ټرمپ او د امریکا د صحت وزیر الېکس ازر خبریالانو ته په یو پرېس کنفرنس کې وویل، د اتیا (۸۰) کلونو د عمر نه کښته د کروناوایرس په هغو بیمارانو کې چې مصنوعي سا اخیستنې ته یې ضرورت نه و، یوه میاشت پس له هغه چې پلازما یې اخیستې ده، د مړینې د شمېرو کچه ۳۵ فیصده راټیټه شوې ده.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ریپبلکن ګوند استازي د صدر ټرمپ او ماېک پېنس د بیا نومولو لپاره راغونډیږي. صدر ټرمپ او د هغه پلویان به اېف ډي ای ته د بیړني علاج لپاره د اجازې ورکولو خبره خامخا ستايي.‌

د ډیمو کرېټ ګوند صدراتي کاندید جو باېډن په خپله مرکه کې ویلي، که چرې هغه صدر منتخب شو نو د صحت ماهرینو خبرې به اوري او پرې به عمل کوي چې په دغې کې د امریکا اقتصاد بیرته تړل یا ټولبند لګول هم شامل دي.‌ ٫٫ ځه به د خلکو د ژوند بچ کولو لپاره هر څه ته تیار یمه. مونږ تر هغې دا هیواد مخکې تګ ته نه شو پریښودلی تر څو چې کرونا وبا نه وي کنټرول شوي.٬٬

هغه کسان چې ماسکونه نه په مخ کوي د هغې په اړه جو باېډن ویلي، د ماسکونه په مخ کول په خپل وطن د مینو امریکایانو ذمه واري ده چې خپل ګاونډیان د کرونا وایرسه وساتي.

جو باېډن په صدر ټرمپ تور لګولی چې هغه د ډاکټرانو او ساېنس پوهانوخبرې ته غوږ نه دی نیولی چې پکې د امریکا د اېلرجۍ او خوریدونکي ناروغیو د قامي مرکز مشر ډاکټر انتونیو فاوچي هم شامل دی. جو باېډن ویلي صدر ټرمپ د خپل خوا نه خلکو ته عجبه خبرې کړي. جو باېډن ویلي څو وارې یې د صدر نو غوښتلي چې یو قامي‌ پلان جوړ کړي او زیاته کړې یې ده چې ټرمپ امریکایانو ته د رسیدلو هیڅ خیال نه لري.

په دغه مهال کماله هیرس د ډیموکریټانو د صدارتي ډیبیټ په وخت د جو باېډن سره د تور پوستو ماشومانو د سکولونو په اړه شوو خبرو ته د څه ویلو نه ډډه وکړه او دغه یې ګډوډی وبلو. کماله هېرس وویل جو باېډن د دې نه خبر دی چې تور پوستي امریکایان د سپین پوستو په مقابله کې کم مال دولت لري او دا چې تور پوستي او هسپانویان د سپین پوستو په مقابله کې د کرونا وایرسه دوه چنده زیات مري.‌

کماله هیرس او جو باېډن د نورو تر څنګ د صحت په بیمې یا هیلت کېر باندې د اختلافونو کم کړي.‌

کماله هیرس د هر چا لپاره د میډیکېر په شان نظام مرسته کوي، ولې جوباېډن چې کله د صدر بارک اوبامه ناېب صدر وو نو هغه د اېفورډیبل کېر اېکټ پلان عملی کړی وو، غواړي چې د شخصي بیمو سره سره خلکو ته د سرکاري بیمو خوښه هم ورکړي.‌ جو باېډن ویلي، ٫٫ مونږ دواړه ګڼو چې د صحت بیمه یا هېلت کیر د هر چا حق دی څه ځانګړتیا نه ده.‌٬٬

په دغه مهال کماله هیرسس ویلي، دا به د هغې لپاره د ویاړ خبره وي چې د جو باېډن سره ناېب صدره شي. په دغه مهال جو باېډن ویلي هغه په دې خبره هیڅ د فشار لاندې نه دی چې یوه تور پوستې ښځه یې د ناېب صدارت لپاره ټاکلې، خو دا یې زیاته کړې چې ښځې د امریکا د ابادۍ ۵۱ فیصده دي. ٫٫ حکومت باېد د خلکو په شان وښکاري د هیواد په شان په نظر راشي.٬٬

کله چې د جوباېډن نه دا پوښتنه وشوه چې ایا د 78 کالو یو زوړ تن په ذهني توګه دې ته تیار وي چې د امریکا صدر شي او بیا په امکاني توګه د 86 کالو پورې صدارت وکړي – نو جو باېډن په ځواب کې وویل ٫٫ ما ته وګوره٬٬

XS
SM
MD
LG