راپورونه وايي، د طالبانو یو جګپوړی قومندان له خپلو څو نورو ملګرو سره یوځای د پاکستان په شمال لویدیځ کې د امریکا د ډرون په یو برید کې وژل شوی دی.
قبایلي سرچینو او د پاکستان سیمیزو چارواکو د جمعي په ورځ دا تایید کړه چې یاد برید یوه ورځ مخکې افغان پولې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې ترسره شوی دی.
دوی ویلي، د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) مرستیال خان سعید محسود چې په سجنا باندې مشهور و د افغانستان له خوست څخه د سرحد په لوري روان و چې درون يې موټر په نښه کړی.
طالبانو تر اوسه د خپل مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دی ویلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمود فیصل د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې دوی د ډرون له دغه برید څخه نه دي خبر. واشنګټن سجنا د نړیوال ترهګر په نامه پېژاندو.