د يوې غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف پيس سټډيز (پي ائي پي اېس) د رپورټ ترمخه کال ۲۰۱۴م کې پاکستان کې امريکايي ډرون بريدونه د تېر کال په پرتله ۳۲ فيصده کم شوي دي ، او په ټول کال کې شوؤ ۲۱ بريدونو کې ۱۴۴ کسان وژل شوي او ۲۹ ژوبل شوي دي .
د پاکستان انگرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون کې خپور شوي د پي ائي پي اېس راپور کې وئيل شوي په دغو بريدونو کې د القاعده سينئر کمانډران شېخ عمران علي صديقي ، تاج المکّي ، ډاکټرسربلند عرف ابوخالد، مېجرعادل عبدالقدوس، عمرفاروق، ابورحمان الکويتي او فايض اوده الخالدي ـ او د پنجابي طالبانو ، حقاني شبکې ، بهرنو جنگيالو چې پکې ازبک او عرب شامل دي په هدف کړی شوي دي .
راپور وايي په دغو حملو کې ۱۹ د شمالي وزيرستان په ميران شاه ، دته خېل او شوال تحصيلونو کې شوي دي .
د راپور ترمخه کال ۲۰۱۴م کې لمړی ډرون بريد په ۱۶م جولايۍ د شمالي وزيرستان په زوې سېدگۍ علاقه کې يو کمپاؤنډ باندې شوی ؤ ، او ۲۰ مشکوک وسله وال پکې وژل شوي وو . د هغې وروستو په ۱۹م جولايۍ دته خېل کې شوي ډرون بريد کې ۱۵ مشکوک وسله وال چې تعلق يي د پنجابي طالبانو سره ؤ وژل شوي وو .
د اگست په ۱۶م نېټه دته خېل کې شوې بريد کې د ازبک او حقاني شبکې سره تعلق لرونکي شپږ وسله وال وژل شوي وو .
د ستمبر د مياشتې په ۲۴م هم دته خېل کې په لوړه منډۍ علاقه کې ډرون څلور ميزائيلي داغلي وې چې پکې يو کمپاؤنډ او گاډی په هدف کړی شوی او ۱۰ مشکوک وسله وال پکې وژل شوي وو . په ۲۸م ستمبر د جنوبي وزيرستان په وانا کې ډرون حمله کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي وو .
د اکتوبر د مياشتې په ۶م د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې څلور وسله وال ، او په ۸م اکتوبر باندې کُنډ غر کې دوه ميزائيلې داغل شوې څلور جنگيالي پکې وژل شوي او اته نور ژوبل شوي وو ، هم په دغه ورځ دته خېل کې يو کور باندې مېزائيلې ويشتل شوې او درې نور وسله وال پکې وژل شوي وو .
د اکتوبرد مياشتې په ۹م نېټه دته خېل کې شوي بريد کې څلور مشکوک وسله وال په هدف شوي ، او په ۱۱م اکتوبر افغانستان سره په پوله شوال سيمه کې شوې حمله کې د القاعده د برصغير څانگې د يو سينئر مشر شېخ عمران علي صديقي په گډون څلور وسله وال وژل شوي وو .
په ۳۰م اکتوبر باندې د افغانستان پولې ته نزدې اعظم ورسک علاقه کې ډرون دوه ميزائيلې داغلې وې ، او د څلورو بهرنو وسله والو په گډون پکې د شپږو کسانو وژنې رپورټ شوې وې .
په ۱۱م نومبر د ډرون په څلورو ميزائيلو کې د افغانستان پولې ته نزدې دته خېل سيمه کې يو ډبل کېبين گاډی په نخښه شوی ؤ .
د نومبر د مياشتې په ۲۰م نېټه د جنوبي وزيرستان په ميران شاه سيمه کې شپږ وسله وال د ډرون ښکار شوي ، او درې نور د شمالي وزيرستان مداخېل کلي کې يو کور باندې شوي بريد کې ژوبل شوي وو . د دغې مياشتې په ۲۶م د شمالي وزيرستان په شوال کې نهه مشکوک وسله وال ډرون په هدف کړي وو.
د دسمبر په ۷م نېټه د شمالي وزيرستان په دته خېل علاقه کې يو کمپاؤنډ باندې دوه ميزائيلې داغل شوې ، او د القاعده د کمانډر عمرفاروق په گډون پکې شپږ وسله وال وژل شوي وو . د دسمبر په ۲۰م دته خېل کې دوه داغل شوؤ ميزائيلو کې درې ازبک ، يو عرب او دوه د تحريک طالبان پاکستان غړي وژل شوي وو .
۲۶م دسمبر باندې دته خېل کې شوي د ډرون بريد کې د پنجابي طالبانو د کمانډر قاري عمران په گډون څلور وسله وال وژل شوي وو ، او هم په دغه ورځ د شوال په منگروټۍ کلي کې يو کمپاؤنډ باندې دوه ميزائيلې داغل شوې او درې مشکوک ازبک جنگيالي پکې د مينځه تلي وو .