لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې اقتصاد د بدحالۍ یا ریسېشن ښکار شوی دی، د څیړنې اداره وايي


د ګل، دوشنبې، په ورځ ورلډ بېنک وویل نړیوال اقتصاد کې به سږ کال د پنځه اشاریه دوه فیصد کموالی کیږي چې د دویم نړیوال جنګ وروسته به د اقتصادي پرمختګ تر ټولو ټیټه کچه وي
د ګل، دوشنبې، په ورځ ورلډ بېنک وویل نړیوال اقتصاد کې به سږ کال د پنځه اشاریه دوه فیصد کموالی کیږي چې د دویم نړیوال جنګ وروسته به د اقتصادي پرمختګ تر ټولو ټیټه کچه وي

د امريکې اقتصاد د بدحالۍ ښکار شوی دی. دا خبره د اقتصاد د څیړنې یوې ادارې کړې ده چې څرګندوي د امریکې اقتصادي ترقي وردېدلې ده.
د نېشنل بیورو اف اکنامک ریسرچ نومې ادارې یوې کمېټۍ وویل د امرېکی اقتصادي بدحالي یا ريسېشن عمل د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې شروع شو.

نېشنل بیورو اف اکنامک ریسرچ، اېن بي ايي ار، په یو شمېر میاشتو کې په اقتصادي هلو ځلو کې کمي ته اقتصادي بدحالي یا ریسېشن وايي.

د اقتصادي بدحالي یا ریسېشن اعلانوولو په وخت د اېن بي ايي ار کمېټي ګوري چې د اقتصادي هلو ځلو کموالی څومره ژور دی؟ د دې موده څومره اوږده او آیا دا چې د ترقۍ کموالی په پراخه کچه په اقتصاد خپور شوی دی او که نا؟

اېن بي ایي ار په یو بیان کې وویل کرونا وایرس او د دې ته د صحت د برخې عکس العمل په اقتصادي پرمختګ کې داسې ډول کموالی کړی چې خصوصي خاصيت لري.

ادارې وویل د سږ کال په لومړو دریو ماشتو کې د امریکې په مجموعي قامي پېداوار کې د کال په سر څلور اشاریه اته فیصد کموالی وشو او د بې روزګارۍ شرح درې اشاریه پنځه فیصد نه په فېبروۍ کۍ څلوارلس اشاریه اووه فیصد ته پورته شوه چې تېره میاشت دیارلس اشاریه درې فیصد ته راوغورځیده.

د کرونا وایرس له امله په اقتصادي توګه د زیانمن شویو امریکایانو د مالي مرستې په خاطر کانګرس د اربونو ډالرو پنګو قانون منظور او صدر ټرمپ لاس لیک کړی دی.

ځېنې اقتصاد پوهان وايي په داسې حال کې چې د لاک ډاون د ختمید وروسته اقتصادې پېداوار او کار روزګار شروع شوی دی، د اقتصادي بدحالۍ دوران په کم وي. خو دغه خوشبېني د کرونا وایرس د بیا خپرېدو خطر سره مخامخ ده. او ماهرین وايي که چېرې دغه ناروغي بیا خوریږي نو د امریکې اقتصاد بیا ځای ته په راتلو کې به دوه کلونه وخت ولګي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ ورلډ بېنک وویل نړیوال اقتصاد کې به سږ کال د پنځه اشاریه دوه فیصد کموالی کیږي چې د دویم نړیوال جنګ وروسته به د اقتصادي پرمختګ تر ټولو ټیټه کچه وي. ورلډ بېنک وویل د کرونا وایرس له امله اقتصاد ته د زیان په نتیجه کې به د دنیا په کچه په مېلینونو خلک د غربت سره مخامخ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG