د امریکې نو منتخب صدر جوبایډن خپلې راتلونکي کابېنه کې هاویر بسېرا د صحت د وزارت دپاره نامزد کړو چې د کرونا وایرس د مخنیوي او د وایر په ضد د وېکسین د تقسیموولو هلو ځلو مشري به کوي.
بسېرا د کانګرس پخوانی غړی او په موجوده وخت کې د کېلېفورنیا ریاست څارنوال یا مشر حکومتي وکیل دی. په ورستیو میاشتو کې یې د افورډېبل کیر اېکټ د ختموولو دپاره په سپریم کورټ کې د دغه قانون دفاع کوله. سپریم کورټ د مقدمې لا فېصله نه ده کړې.
افورډېبل کیر اېکټ د پخواني ډېموکرېټک پارټۍ صدر براک اوبامه په دور کې منظور شوی او ترمخه یې په مېلینونو امریکایانو د صحت بېمې ترلاسه کړې وې.
د واکمن ريپبلېکن ګوند موجود صدر ډانلډ ټرمپ او د ګوند یو شمېر غړي د افورډېبل کیر اېکټ مخالفین دي.
د هاویر بسېرا ترڅنګ بایډن ډاکټر اېنتوني فاوچي د کرونا وایرس په اړه خپل مشر مشیر نامزد کړی دی. د دې ترڅنګ فاوچي به د خبرېدونکو (متعدی) ناروغو د حکومتي ادارې د مشرۍ دنده هم لري.
د کرونا وایرس په موضوع صدر ټرمپ د ډاکټر فاوچي د اټکلونونه مطمین نه ښکارېدو نو ځکه یې شا ته کړی و.
جو بایډن ویلي د کرونا وایرس په اړه به د ماهرینو خبرو ته غوږ اږدي.
د امریکې د صحت مامورین په موجوده وخت کې د کرونا ضد دوو مجوزه وېکسینونو جاج اخلي چې په ورستیو ازموینې کې موثره ثابت شوي دي. د منظورېدو نه پس به په مېلینونو ېکسین دا میاشت تقسیموولی شي.