لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د ریپبلکن سېنېټرانو لپاره په جارجیا کې کمپاېنونه کړي 


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د خالي په ورځ د ریپبلکنز ګوند دوو سېنټرانو د کمپاېن لپاره د جارجیا ایالت سفر کړی چرته چې به د جنورۍ په میاشت کې د ریپبلکن او ډیموکرېټ ګوند غړو ترمنځه د سېنټ دوو مهمو څوکیو لپاره مقابله کیږي. دغه دواړه څوکۍ به د امریکا د سېنټ د راتلونکې فیصله کوي چې ګوم ګوند به پکې اکثریت ترلاسه کړي.

د کمپاېن په مهال صدر ټرمپ یو ځلې بیا په صدارتي ټاکنو کې په لویه کچه د درغلیو تورونه بیا تکرار کړل.

د صدارتي انتخاباتو وروسته په لومړي ځل یوې لوې غونډې ته د وینا په وخت صدر ټرمپ ویلي ٫٫ تاسو ته معلومه ده چې مونږ په جارجیا کې ګټلې وه، چې تاسو خبر یۍ.٬٬ په غونډه کې ډیرو کمو خلکو ماسکونه په مخ کړي وو.

د نومبر په دریمه نیټه شوي صدارتي ټاکنو کې د ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید او پخواني ناېب صدر جو باېډن د غیر رسمي نتېجو تر مخه په جارجیا کې د ۱۲ زرو نه په کمو ووټونو ګټلې وه. په دغه ایالت کې ۵ میلینه یا پنځوس لکه ووټونه اچول شوي او دغلته د کال ۱۹۹۲ راهسې په لومړي ځل د ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید ټاکنې ګټي.

د امریکا واشنګټن پوسټ اخبار تر مخه د جارجیا د سفر یو څو ساعته وړاندې صدر ټرمپ د ایالت ګورنر براېن کېمپ ته په ټېلېفون ویلي وو، د ریپپلکن ګوند ایالتي قانون دانانو غونډه دې راوبلي او د انتخاباتو نتېجې دې وځنډوي او بل کوم داسې انتخاب کونکی(الېکټورل) دې وټاکي چې هغه ته رایې ورکړي.

اېسوسي‌ اېټډ پرېس په جارجیا او واېټ هاوس کې د نوم نه ښودلو په شرط د ځینو سرچینو له خوا ویلي چې ګورنر د دغه خبرې منلو نه انکاري شوی.

ریپبلکن ګوند ته په سېنټ کې د خپل اکثریت پاتې ساتلو لپاره د یوې بلې څوکۍ ضرورت دی. که چرې د ریپبلکن ګوند سېنټران د جارجیا انتخابات بیلي نو په سېنټ کې به د دواړه ډلو ۵۰، ۵۰ څوکۍ شي او بیا به د ډېموکرټ ګوند ناېب صدارتي کاندیده کامله هېرس یوه رایې ورکوي چې د سېنټ فیصله به کوي.

صدر ټرمپ بې د کومو ثبوتونو بیا بیا تور لګوي چې د نومبر په صدارتي انتخاباتو کې په لویه کچه درغلۍ شوي، خو دغه دعوې بیا د عدالتونو او ایالتي چارواکو لخوا رد شوي دي.‌

تیره شپه په جارجیا کې خپلو پلویانو ته د وینا په وخت صدر ټرمپ ویلي، ٫٫ دوي درغلي کړۍ اوزمونږ په صدارتي‌ ټاکنې یې غلا کړي، خو مونږ بیا هم دغه وګټل او دوي په د دې انتخاباتو کې د ټګۍ هڅې هم کوي.٬٬

د صدر ټرمپ د کمپاېن ډلې ویلي دوي د جمعې په ورځ په جارجیا کې په یو عدالت کې خواست جمع کړی چې د نومبر درېمې نېټې صدارتي ‌انتخاباتو نتېجې باطلې وګرځوي. په نورو ګڼو ایالاتونو کې هم د صدر ټرمپ د کمپاېن ډلې او یو شمیر ګوند پلوه کسانو هم دغه شان خواستونه کړي وو، چې پکې زیاتره بیا د عدالتونو لخوا رد شوي‌ دي.

کله چې د ټرمپ د کمپاېن ډلې په جارجیا کې دغه خواست جمع کوو، په دغه وخت کې د میشیګن او نیواډا د عدالتونو لخوا د دوي خواستونه د ناکامۍ سره مخ شو. د جارجیا دغه عدالتي خواست د جو باېډن لخوا د ټرمپ د ماتې فیصله بدلولو اخیری کوشش دی.

د ټرمپ د کمپاېن ډله وايي په دغه خواست کې به د ځینو رایو ورکونکو لخوا د ټګۍ تورې کیدو سوګند هم پورته کیږي. خو د جارجیا ایالت انتخابي چارواکو څو څو وارې ویلي دوي ته په انتخاباتو کې د کوم قسمه ګډوډي ثبوتونه نه دي ترلاسه شوي. په دغه چارواکو کې د ریپبلکن ګوند ایالتي سېکتر هم شامل دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG