لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د القاعده حملو د خطر له بندې ځېنې امریکائي سفارتخانې پرانستل شوي


سټیټ ډپارټمنټ د اتوار په ورځ ویلي ١٩ سفارتخانې او سفارتي دفترونه به د خالي د ورځ پورې د انتهائي احتیاط په وجه تړلی شوي وي. په دغه سفارتخانې او کونسخانې عمان، قاهره، ثنا او طرابلس کې دي
منځني ختیز او شمالي افریقا کې د القاعده حملو د خطر له امله د امریکا ځېنې تړل شوي سفارتخانې او سفارتي دفترونه د گل په ورځ بیا پرانستل شوي دي خو ١٩ نورې سفارتخانې او سفارتي دفترونه لا اوس هم بند دي او پرانستل يي د خطر په وجه ځنډول شوي دي.
د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ کابل، بغداد، الجئیر او ډهاکه کې سفارتخانو ته د بیا پرانستلو اجازت ورکړی دی.
د القاعده لخوا د حملو د خطر په وجه خارجي هیوادونو کې د امریکې ٢٠ سفارتخانې او سفارتي دفترونه تیره هفته تړل شوي وو.
سټیټ ډپارټمنټ د اتوار په ورځ ویلي ١٩ سفارتخانې او سفارتي دفترونه به د خالي د ورځ پورې د انتهائي احتیاط په وجه تړلی شوي وي. په دغه سفارتخانې او کونسخانې عمان، قاهره، ثنا او طرابلس کې دي.
ددې نه علاوه ابوظهبي، ریاض، دهران، جده، دوحا، دوبۍ، کویت، ماناما، مسقط، اناتناریو، بوجمبوره، جبوتي، خرطوم، کېگالي او پورټ لویس کې به هم سفارتخانې او کونسلخاني ټوله هفته بندې وي.
د گل په ورځ پرانستل شوي سفارتخانې او سفارتي دفترونه چې په کومو ځایونو کې موجود وو هغې کې مزار شریف، هرات، بصره او اربیل شامل دي.
د امریکې د کانگرس غړو د هیواد د سفارتي دفترونو تړل کیدل او امریکائي شهریانو ته هیواد نه بهر د سفر په حکله خبرداری ورکیدل غیر معمولي اقدامات گرځولي دی.
د امریکې نه علاوه نورو هیوادونو هم دغه رنگ گامونه پورته کړې دي او نړي وال پولیس انټرپول هم د خطر په حقله خبرداری جاري کړی دی.
په سفارتخانو او کونسلخانو د القاعده د حملو خبرداری په داسې مهال رامنځته شوی چې شا او خوا یو کال وړاندې د لیبیا بن غازي ښار کې په امریکائي کونسلخانه حمله کې د امریکې سفیر په شمول څلور امریکایان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG