لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې یمن نه سفارتي عملې ته د راوتلو حکم کړی


برطانيی او فرانس هم یمن کې خپلې سفارتخانې تړلې دي
د ترهگرۍ حملو د خطر په وجه د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ یمن کې د خپلې سفارتخانې غیر ضروري عملې ته هیواد نه د وتلو امر کړی دیږ بلخوا، رپورټونه وايي په مختلفو هیوادونو کې د امریکائي سفارتخانو بندیدل د القاعده پیغامونو سره تړلې دي.
د نهې په ورځ جاري شوي یو بیان کې امریکې یمن کې موجود خپلو شهریانو ته ویلي د ترهگرۍ حملو او هیواد کې د ممکنه اړگړي د انتهائي زیات خطر په وجه دې یمن نه وځي.
د امنیت صورتحال په وجه برطانيي هم یمن نه خپله سفارتي عمله ویستلې ده.
د امریکې مطبوعاتي رپورټونه وايي د امریکائي سفارتخانو او کونسلخانو بندیدل د القاعده مشر ایمن الظواهري لخوا یمن کې موجود خپل نائب ته لیږلی شوي پیغام سره تړلې دي. رپورټونه وايي الظواهري یمن کې د القاعدې د څانگې مشر ناصر الوحیشي ته خپل پیغام کې د تیر اتوار د ورځې نه وړاندې د حملو وینا کړې وه.
تجزیه کاروايي د الظواهري پیغامونه ښائي د القاعده بنیادي تنظیم د کمزوریدو له امله ډله اوس د زیلې تنظیمونو د لارې حملې کول غواړي.
د گل په ورځ د امریکې ځېنې سفارتخانې او سفارتي دفترونه بیا پرانستل شوي دی خو ١٩ سفارتخانې اوس هم بندې دي او د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ویلي دغه اقدام يي د انتهائي احتیاط په وجه اخستی.
امریکائي چارواکې د القاعده لخوا د حملو او د ایمن الظواهري د مواصلاتو د څارنې خبره په داسې مهال کوي چې څه موده وړاندې د امریکې د قامي سلامتیه ادارې نشنل سکیورټي ایجنسۍ په کردار سخت تنقید شوی دی.
این ایس ای د ترهگرۍ د مخنیوي په لړ کې د امریکې د مواصلاتي نظام او په انټرنیټ د پیغام رسانۍ او د رابطو څارنه کوي خو د ادارې یو پخواني کارکونکې ایډورډ سنوډن د ایجنسۍ یو خفیه پروگرام په ډاگه کړی چې د شهري حقوقو ادارې يي د شخصي ازادیو خلاف گرځوي.
خو این ایس ای خپله دفاع کې ویلې د نظام د لارې يي د ترهگرۍ د یو شمیر ممکنه حملو منصوبې ناکامه کړې دي.
په عین حال کې یمني چارواکو ویلي د هیواد مارب صوبه کې مشکوک امریکائي ډرون حمله کې د القاعده څلور غړي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG