لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي استازی: د صدر بایډن حکومت د اسرایل او فلسطینیانو دپاره د دوو ریاستونو د قیام حمایت کوي


د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت د سفارتي کوښښونو په مرسته د اسرایل او متحده عرب اماراتو، بحرین، مراکش او سوډان سره سفارتي تعلقات قایم شوي دي
د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت د سفارتي کوښښونو په مرسته د اسرایل او متحده عرب اماراتو، بحرین، مراکش او سوډان سره سفارتي تعلقات قایم شوي دي

په ملګرو ملتونو کې د امریکې موقتي استازي ویلي د صدر جوبایډن حکومت په منځني ځتیځ کې د اسرایل او فلسطینیانو دپاره د دوو ریاستونو د قیام حمایت کوي او کوښښ به کوي چې د فریقېنو ترمنځ اعتماد بحال کړي.

امریکايي استازي رېچرډ ملز د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل یوې انلاین غونډې ته وویل د امریکې د نوي حکومت تګلاره به دا وي چې "په دوه اړخیزه توګه متفق شوي د دوو ریاستونو د حل ملاتړ وکړي، چې اسرایل پکې په امن او تحفظ کې د یو فعاله فلسطیني ریاست ترڅنګ ژوند کوي."

امریکايي سفارتکار وویل کې څه هم په منځني ختیځ کې د امن دپاره دغه تصور د فشار دلاندې دی خو دا بهترین حل پاتې دی. هغه په خبرې ټینګار وکړو چې امن نه خو په اسرایل او نه هم په فلسطینیانو ورتپل کېدلی شي.

یو کال مخکې د صدر بایډن پېش رو د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د ډېر انتظار وروسته په منځنی ختیځ کې امن دپاره خپله تګلاره اعلان کړه. خو فلسطینیانو په دې دریځ دغه تګلاره رد کړه چې دا د اسرایل زیات حمایت کوي او د دوی دپاره پکې د داسې خپلواکه ریاست چې مشرقي یروشلم به سرښار وي.

اسرایل د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د منځنی ختیځ د پالېسۍ حمایت وکړو او دا دې "پېړۍ لوظنامه" وبلله.
د صدر ټرمپ په وخت کې په اسرایل کې د امریکې سفارتخانه د تل اېبب نه یروشلم ته منتقل کړی شوي ده. فلسطینیانو د دغه ګام هم مخالفت کړی دي.

صدر بایډن د امریکايي سفارت د منتقل کېدو مخالفت کړی دی خو دا یې نه دي ویلي چې دغه فېصله به بېرته اخلي.

د صدارتي انتخاب دپاره خپل کېمپېن کې صدر بایډن ویلي وو چې د فلسطینیانو سره رابطې دپاره به په مشرقي یروشلم کې د امریکې کونسل خانه پرانځي.

رېچرډ ملز وویل د صدر بایډن حکومت د اسرایل او فلسطینیانو سره د اعتماد وړ روابط بیا پر ځای کول غواړي .

د فلسطیني ادارې خارجه وزیر ریاد الملکي د ملګرو ملتونو غونډې ته د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د تګلارې په اړه وویل چې تېر شوي څلور کلونه د دوی د "اجتماعي ادارې ازماېش" و.

فلسطیني استازي وویل وخت راغلی چې امریکا د خپل تېر حکومت دلاسه شوی زیان سم کړي. "مونږ سترګي په لاره یوو چې هغه ناقانونه او د دښمنۍ اقدامات بېرته واخیستل شي چې د ټرمپ انتظاميي اخیستي وو."

د وي او ای رپورټ وايي د صدر بایډن حکومت اراده لري چې د فلسطینیانو د انساني مرستې دپاره د امریکې مالي امداد بیا شروع کړي او د فلسطینیانو هغه سفارتي دفترې د بیا پرانستلو دپاره ګامونه پورته کړي چې په تېرو څلورو کلونو کې تړل شوي وو.

د کال ۲۰۱۸ د سپټمبر په میاشت کې پخواني صدر ټرمپ امر وکړو چې په واشنګټن کې دې د فلسطیني تنظیم پېلسټینین لېبرېشن ارګنایزېشن، پي اېل او، دفتر وتړل شي. هغه وویل فلسطینیانو اسر ایل سره د مذاکراتو شروع کوولو دپاره څه ګامونه نه دي اخیستلي.

رېچرډ ملز وویل دا خبره واضحه کول غواړي امریکا به د اسرایل د حمایت نه نه په شا کېږي.

ملز امید څرګند کړو چې اسرایل او فلسطینیان به داسې څه یکطرفه ګام د اخیستلو نه ډډه کوي چې په نتېجه کې یې په منځني ختیځ کې د دوو ریاستونو د قیام په لاره کې خنډ پېدا کړي.

د ملګرو ملتونو غونډې ته اسرایلي استازي ګېلاد اردن وویل "اسرایل د مذاکراتو دلارې د شخړي د حل دپاره د خپل خواهش بیا بیا اظهار کړی دی."

اسرایلي استازي وویل "اسرایل دا ښودله ده چې رضامند همکار وي نو مونږ امن قایمولی شوو."

د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت د سفارتي کوښښونو په مرسته د اسرایل او متحده عرب اماراتو، بحرین، مراکش او سوډان سره سفارتي تعلقات قایم شوي دي. ریچرډ ملز وویل د امریکې نوی حکومت به غواړي چې د اسرایل او نورو ملکونو تعلقات هم قایم شي خو دا د اسرایل او د فلسطینیانو ترمنځ د امن متبادل نشي کېدلی. هغه وویل امریکا غواړي چې د تعلقاتو قایمېدل په داسې انداز کې وشي چې د دوو ریاستونو د قیام دپاره امکانات پېدا کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG