امریکې د چین د ویغور مسلمانانو تنظیم ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ یا خیتځ ترکستان اسلامي تحریک چې په مبینه توګه د افغانستان څخه فعالیتونه ترسره کوي د ترهګر تنظیمونو د فهرست نه لرې کړی دی. چین په دغه تنظیم په مغربي سنکیانګ صوبه کې د ترهګرۍ الزام لګوي.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي ایسټ ترکستان مومنټ د سنکیانګ د ۱۰ مېلین ویغور مسلمانانو د حقونو دپاره د کار کوولو دعوه کوي.
په ورستۍ موده کې په نړیواله کچه د انساني حقونو تنظیمونو، په جلا وطنۍ کې پراته ویغور فعالانو او مغربي ملکونو په چین د تنقید زیات کړی دی چې چین په مبینه توګه یو مېلین ویغور د ترهګرۍ د مخنیوي په بهانه په بندي خانو کې ساتلي دي.
د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو ترهګر تنظیمونو د فهرست نه د ايسټ ترکستان مومنټ د لرې کېدو اعلان د اکتوبر د میاشت په ۲۰ نېټه په یو هدایت نامه کې وکړو.
امریکې ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ په ۲۰۰۳ کې ترهګر تنظیم وبللو.
د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي ايي ټي ايي اېم په پاکستان کې مرکزونه جوړ کړي وو خو د پاکستان او چین ترمنځ د استخباراتو په مد کې همکارۍ له امله ډلې په پاکستان کې خپل فعالیتونه ختم کړل.
د چین د خارجه وزارت ترجمان ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ د ترهګر تنظیمونو د فهرست نه د لرې کېدو غندنه وکړه او په امریکا یې غږ وکړو چې خپله فېصله دې بېرته واخلي. چینايي ترجمان وویل ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل او نړیوالې ټولنې هم ترهګر تنظیم بللی او دا چې ترهګري ترهګري وي.
چین د ویغور اقلیتونو حقونه د چقوولو خبره ردوي خو په سنکیانګ کې د ايي تيي ايي اېم د مشکوک پلویانو په ضد د ګامونو دفاع کوي.
چین سږ کال یو غېرمعمولي دستاوېزي فلم وښودلو چې پکې په مبینه توګه په سنکیانګ کې د ایسټ ترکستان مومنټ حملې لیدل کیږي.
د امریکايي اندازې ترمخه په افغانستان کې د ايي ټي ايي اېم قریباً ۱۰۰ وسله وال موجود دي. د جولايي په میاشت کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ډلې د وسله والو اندازه ۵۰۰ پورې ولګوله چې په بدخشان ولایت کې مېشته دي. د ملګرو ملتونو ترمخه ايي ټي ايي اېم په تخار او کندز ولایت کې هم شتون لري. په کال ۲۰۱۸ امریکايي پوځ ویلي وو په بدخشان کې یې د طالبانو او د ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ د وسله والو په مرکزونو یې بمباري کړې وه.
بدخشان د چین او تاجکستان سره پوله لري او په هغه وخت کې امریکايي ځواکونو ویلي وو چې په بدخشان کې عملیات یې د دې تګلارې برخه ده چې د افغانستان خاوره به د نورو ملکونو خلاف ترهګرۍ دپاره استعمالېدو ته نه پرېږدي.
د وي او ای رپورټ وايي طالبان چې قریباً نیمايي افغانستان یې په قابو کې دی يا په نیمايي ملک یې جګړه ده، په افغانستان کې د القاعده او ايي ټي ايي اېم په شمول د خارجي وسله والو د موجودګۍ خبره ردوي.
رپورټ وايي د طالبانو یو ترجمان د جمعې په ورځ وویل غیرملکیان د طالبانو د ولکې لاندې سیمو کې نشته او نه به طالبان دا اجازت وکړي چې د افغانستان خاوره دې نورو ملکونو ته د دړګو دپاره استعمال کړی شی.
د طالبانو د تردید پرته افغان حکومت وايي طالبانو د القاعده سره خپلې اړیکې نه دي پریکړي او د دې ورستي مثال په غزني کې د طالبانو د ولکې د لاندې د القاعده د یو اهم مشر وژل کېدل دي.
د افغان حکومت ترجمان صدیق صدیقي وایس اف امریکا ته وویل د بده مرغه طالبانو اوس هم ترهګر ډلو ته د خپلو فعالیتونو دپاره محفوظ چاپیریال ورکوي.
ښاغلي صدیقي وویل د القاعده وسله والو ته د طالبانو پناه ورکول د طالبانو د دې ژمنې په ضد دي چې دوی به د خارجي ترهګرو خپلې اړېکي ختموي.
افغان حکومت د اکتوبر په ۲۴ نېټه وویل افغان ځواکونو په غزني ولایت کې د القاعده یو اهم مشر ابو محسن المصري وژلی دی.
د افغانستان استخباراتي ادارې د ملي امنیت ریاست وویل المصري د دالقاعده د مشر اېمن الظواهري مرستیال او تر کلونو پورې یې د طالبانو او د حقاني ډلې ملاتړ کوولو. د ملي امنیت ریاست وویل المصري د طالبانو په حفاظت کې په غزي کې و.
۶۱ کلن المصري د حسام عبدالروف په نامه هم یادېدو اود کال ۲۰۱۸ راهسې د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د انتهايي مطلوبو ترهګرو په فهرست کې شامل و. وایت هاوس د هغه د وژل کېدو هرکلی کړی او هغه په ضد په عملیاتو یې د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه کړې ده.
د غزني ولایت والي (ګورنر) ترجمان وحیدالله جمعزاده ویلي کله چې افغان ځواکونو د المصري په ضد چاپه ووهله نو طالب وسله وال د هغه سره موجود وو. جمعزاده تېره هفته وي او ای ته وویل د المصري ترڅنګ د طالبانو یو کمانډر عمران عنذالله او ځینې نور وسله وال هو ووژل شوو.