لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د پولیس په نظام کې د اصلاحاتو په حق کې او د نسلي تعصب خلاف احتجاجونه دوام لري


دوه هفتې وړاندې پارک سره نژدې چرچ ته د صدر ډانلډ ټرمپ د تګ په موقع پولیس مظاهره چیان د پارک نه په زور ویستلي وو او صدر ټرمپ په چرچ کې دستورې ته د انجیل په لاس او مظاهرو ته په اشاره وویل چې امریکا عظیم ترین ملک دی او دفاع به یې کوي

په امریکا کې د پولیس په ولکه کې د یو افریقايي امریکني د مرګ وروسته د ملک دننه او په یو شمېر نورو ملکونو کې شروع شوي احتجاجونه دوام لري.

د ګل، دوشنبې، په ورځ کېدونکو احتجاجونو کې په جورجیا ریاست کې لاریون هم شامل دی چې مظاهره چیان به د ریاستي اسمبلۍ مخې نه غونډېږي. د جورجیا په اېټالاڼتا ښار کې د جمعې په شپه یو افریقايي امریکنی پولیس سره د مخامخ کېدو په مهال وژل شوی دی.

په سرښار واشنګټن کې به احتجاج کوونکي د وایټ هاوس سره نژدې په لفایټ پارک کې جمع کیږي. دوه هفتې وړاندې پارک سره نژدې چرچ ته د صدر ډانلډ ټرمپ د تګ په موقع پولیس مظاهره چیان د پارک نه په زور ویستلي وو او صدر ټرمپ په چرچ کې دستورې ته د انجیل په لاس او مظاهرو ته په اشاره وویل چې امریکا عظیم ترین ملک دی او دفاع به یې کوي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د واشنګټن په شمول د امریکې په نیویارک، لاس اېنجلس، اېټلانټا او میامي ښارونو کې د پولیس د زور زیاتي خلاف، په پولیس نظام کې اصلاحاتو او د نسلي مساوات په حق کې مظاهرې وشوې.

په امریکا کې د احتجاجونو ترڅنګ په نورو ملکونو کې هم مظاهرې وشوې.

د جرمني په برلن ښار کې مظاهره چیانو نهه کلومېټره اوږد زنځیر جوړ کړی و.

او د فرانس سرښار پېرس کې پولیس افسرانو د دې خبرې خلاف احتجاج وکړو چې په دوی په بې ځایه توګه د نسل پرستۍ او د تعصب الزامات لګول کیږي. د دې وروسته قریباً ۱۵۰۰۰ کسانو بیا مظاهره وکړه.


په برطانیه کې وزیراعظم بورس جانسن وویل د ملک په لارو کوڅو کې د نسل پرستۍ ځای نشته. بورس جانسن د اتوار، يکشنبې، دغه خبره په داسې حال کې وکړه چې د ښي لاس سخت دریځه سپین پوسته کسانو د د نسلې پرستۍ خلاف احتجاج کوونکو حمله وکړه. په دې لړ کې ۱۰۰ کسان ګرفتار شوي دي.

د برطانيي ښار وال یا مشر صادق خان د تشدد الزام د ښي لاس سخت دریځه کسانو ولګولو او د پولیس د ګامونو یې ستاینه وکړه.

د امریکې د منېسوټا ریاست مرکزي ښار منیاپلس کې د می په ۲۵ نېټه ۴۶ کلن افریقايي امریکنی جورج فلویډ د پولیس په ولکه کې په داسې حال کې مړ شو چې یو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه نعرې کولې چې ساه نشي اخیستی. د منیاپلس درې پولیس افسران د فلویډ د مرګ په لړ کې نیول شوي دي او د غیر ارادي مرګ الزامات پرې لګول شوي دي.

او د جمعې په ورځ د جورجیا ریاست په اېټلانټا ښار کې یو بل ۲۷ کلن افریقايي امریکني ریشارډ بروکس د پولیس سره د مخامخ کېدو په مهال د مرګ په سره په اېټالانټا کې احتاجونه وشول او د ښار د پولیس مشر استعفا ورکړه.

د فلویډ د مرګ په سر راپارېدلو احتجاجونو په مهال د امریکې په مختلفو ښارونو کې لوټ مار شوی و، موټرو او یو شمېر ودانیو ته اورونو اچولو واقعات شوي وو او د امن پرځای ساتلو دپاره د واشنګټن په شمول په ګڼ شمېر ښارونو کې د شپې په وخت کرفیو یا ګرځبندیز لګول شوی و چې اوس لېرې کړی شوی دی.

د امریکې د واشنګټن ریاست په سیاټل ښار کې مظاهره چیانو د ښار یوه برخه نیولي ده چې ورته د "کېپېټل هل اټانمس زون" یا د خودمختاره علاقې نوم ورکړی شوی دی او منتظمین وايي دوی د پولیس نه خالي ګاوڼد جوړول غواړي. د دغه برخې په یوه لار په بېنر لیکل شوي "بلېک لایوز مېټر" یعني د تور پوستو ژوند اهمیت لري چې د فلویډ د مرګ په سر د احتجاج کوونکو د یوځای کوولو او د نسل پرستۍ خلاف نعره هم ده. د سیاټل د پولیس مشرې ویلي امید کوي چې پولیس به دغه برخې ته په پرامنه توګه ورشي چې احتجاج کونکو نیولي ده.

د واکمن ريپبلېکن پارټۍ صدر ټرمپ د سياټل ښار په دغو احتجاج کوونکو سخت تنقید کړی او بدشکله اېنارکسټان یا انتشار خپرونکي یې بللي دي. هغه وویل د ښار مامورین خپل باید بېرته واخلي.

د سیاټل د ډېموکرېټک پارټۍ ښاروالې جېني ډورکن تیره هفته وویل چې احتجاج کوونکو چې د ښار کومه برخه نیولي ده هلته لکه دې پارټۍ یا بنډار فضا ده چې ولس ته کوم خطر نه پېدا کوي او مظاره چیان په بالاخر په شا شي.

د جرمني او فرانس نه علاوه په یو شمېر نورو يورپي ښارونو کې هم د فلویډ د مرګ په ترڅ کې شروع شوي مظاهرې جاري وې.

د جاپان سرښار ټوکیو کې په سلګونو کسانو د اتوار، یکشنبې، په ورځ مظاهره وکړه او د "بلېک لایوز مېټر" بېنر یې پورته کړی و.

په زرګونو کسانو په نیوزي لېنډ کې احتجاج وکړو او د امریکې کونسلخانې مخې ته د جورج فلویډ د مرګ په یاد کې د یو منټ خاموشي اختیار کړه.

XS
SM
MD
LG