لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې په چینايي مامورینو د سفر پابندۍ وغځولې


د امریکې خارجه وزیر اېنټي بلینکن وویل "مونږ ژمنه لروو چې په ټوله دنیا کې د انساني حقونو دفاع وکړوو او احتساب ته وده ورکولو دپاره به سفارتي او اقتصادي اقدامات استعمالولو ته دوام ورکوو."

امریکې د هغو چینایي مامورینو په ضد د سفر بندیزونه زیات کړي دي چې د رای د ازادۍ او د اقلیتونو د زورولو الزامات پې لګول شوي دي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د امریکې خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ ويلي چینايي مامورین چې د ملک دننه یا بهر د رای او د مذهب ازادي په چقولو کې ککړ دي امریکې ته به سفر نشي کولی.

د ای پي ترمخه سټېټ ډپارټمنټ د پابندۍ هدف شوي مامورینو شناخت کړی او نه یې هم دا ویلي چې په څومره شمېره کې چینايي مامورین به د بندیر نه متاثره شي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلینکن په یو بیان کې وویل د امريکې سفري بندیزونه به په هغو چینايي مامورینو نافذ کېږي چې په داسې تګلارو یا ګامونو کې ککړ دي چې د مذهب پېروکارانو، د نسلي اقلیتونو، د حکومت مخالفینو، د انساني حقونو محافظینو، خبریالانو، د خواریکښو تنظيمونو، د مدني ټولنې فعالانو او په چین او د چین نه بهر پرامنه احتجاج کونکي زوروي.

د ای پي ترمخه د سټېټ ډپارټمنټ د ورستی ګام د ویزې هغه قدغنونه زیاتوي چې په لومړي ځل د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د ویغور مسلمانانو سره د سلوک، په هانګ کانګ کې د جمهوریت پلوه فعالانو او په تبت کې د ازادۍ غوښتونکو سره د چلند په سر په چینايي مامورینو لګول شوي وو.

بلېنکن وویل امریکا د چینايي چارواکو دا کوښښونه ردوي چې د نسلي او مذهبي اقلیتونو غړي ویروي او څارنه یې وکړي چې پکې هغه کسان هم شامل دي چې د خپل تحفظ دپاره د ملک نه وځي او یا هغه امریکايي شهریان چې د کمزورو خلکو په حق کې غږ پورته کوي.

د امریکې خارجه وزیر وویل "مونږ ژمنه لروو چې په ټوله دنیا کې د انساني حقونو دفاع وکړوو او احتساب ته وده ورکولو دپاره به سفارتي او اقتصادي اقدامات استعمالولو ته دوام ورکوو."

د امریکې د انصاف وزارت تېره هفته په هغو پېنځو کسانو خلاف الزامات ولګول چې د چین د حکومت دپاره یې په امریکا کې د مخالفینو د ویرولو سازش تیار کړی و.

د ای پي د خبر ترمخه دا لومړی ځل نه دی چې د انصاف وزارت په چا دا ډول الزامات لګولي دي. په 2020 کې حکومتي وکیلانو په هغو کسانو فرد جرم وګولو چې دا الزام په لګول شوی و چې په یو چینايي وکړي وطن ته د ستنېدو فشار اچولو چې ملک ته په بېرته رسېدو يې په ضد قانوني ګامونه واخیستل شي.


XS
SM
MD
LG