لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن پوسټ : کراچۍ نه نيول شوی امريکايي د ايف بي ايي ايجنټ دی


د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ترمخه د واشنگټن چارواکو پخلی کړی ، چې د دغه ايجنټ تقرري په ميامي فيلډ افس کې شوې وه ، او هغه په پاکستان کې په عارضي ډيوټۍ ؤ .
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ترمخه د واشنگټن چارواکو پخلی کړی ، چې د دغه ايجنټ تقرري په ميامي فيلډ افس کې شوې وه ، او هغه په پاکستان کې په عارضي ډيوټۍ ؤ .

امريکائي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ وئيلي د گل په ورځ د کراچۍ په هوائي ډگر نيول شوی امريکائي وگړی د فيډرل انوسټگيشن بيورو ( ايف بي ايي ) ايجنټ دی .
د دغې امريکائي وگړي نوم په مطبوعاتو جوئيل کوکس وئيل شوی ؤ ، او هغه د گل په ورځ هغه مهال د کراچۍ په هوائي ډگر نيول شوی چې د کراچۍ نه پلازمينې اسلام اباد ته تلو ، او د هغه د سامان نه د نائن ايم ايم تماچي جارجر او ۱۵ کارتوس ترلاسه کړی شوي وو .
د نهې په ورځ دغه نيول شوی کس د ترهگرۍ د قانون ٫٫ چې په جهاز کې وسله وړل د دغې قانون سرغړونه ده ٬، په دغې جرم کې عدالت ته وړاندې کړی شوی ؤ ، او عدالت هغه د کيس د تفصيلي تفتيش پورې پوليس ته د ريمانډ دپاره حواله کړی ؤ .
د پېښې وروستو د امريکائي سفارتحانې يو چارواکي وائس اف امريکا ته وئيلي ؤ ، چې هغويې د پېښې نه خبر دي او په دغې لړ کې د پاکستاني چارواکو سره په رابطه کې دي .
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ترمخه د واشنگټن چارواکو پخلی کړی ، چې د دغه ايجنټ تقرري په ميامي فيلډ افس کې شوې وه ، او هغه په پاکستان کې په عارضي ډيوټۍ ؤ .
ورځپاڼې د يو امريکائي چارواکي د خلې ليکلي ، ايجنټ مسلح نه ؤ ، او د هغه په سامان کې د کارتوسو ډک جارجر په هيره پاتې شوی ؤ . چارواکي زياته کړې ايجنټ يې په پاکستان کې د کرپشن د پلټنو په اړه د نورو ادارو سره په گډه د کار کولو په لړ کې د مرستې په توگه موجود ؤ .
واشنگنټن پوسټ د نيول شوي کس د پلار د خلې ليکلي چې زويی يې په پاکستان کې د درې مياشتو راهسې د دفتري کار په ډيوټۍ ؤ ، د ايف بي ائي په کار نه ؤ.
اسلام اباد کې د امريکې سفارتحانې وياند ميگن گريگوئنس وئيلي امريکايي چارواکي د مسلې د حل دپاره د پاکستاني چارواکو سره په گډه کار کوي . او د امريکې خارجه محکمې هم وئيلي دغه مسله په تيزۍ سره حل کيدی شي .
خو ورځپاڼې د پاکستان د وزارت داخله د يو چارواکي د نوم نه وئيلو په شرط وئيلي ، چې د نيول شوي ايجنټ او د هغه د کار په اړه د نورو مالوماتو رايوځايي کولو کار روان دی .
له دې وړاندې هم پاکستان کې په کال ۲۰۱۱م کې د امريکې د سي ايي ای يو کارمند ريمنډډيوس د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د دوه کسانو د وژنې په تور نيول شوی ؤ ، چې ورستو بيا خوشی کړی شو . په دغې پېښه د پاکستان او امريکې ترمينځ اړيکې د تاؤ تريخوالي ښکار شوې وې .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG