لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانگرس غړي هیواد کې د مالي بدحالۍ مخنیوي کوششونه کوي


صدر براک اوباما
صدر براک اوباما
که چرې سپینه ماڼۍ او د کانگرس مشران هیواد کې د اقتصادي کړکیچ مخه نیولو د پاره څه معاهدې ته وو نه رسیږي نو د نوي کال په وړمبۍ ورځ به نوي ټیکسونه اولگولی شي او د حکومت په ځنې مصرفاتو کې به کمی ووکړی ‍‍شي.
د کانگرس غړي خپله غونډه د گل په ورځ بیا شورو کوي او که څه معاهده يي ترلاسه نه کړه نو د کال ٢٠١٣ د شورو کېدو سره سم به د زیاتره امریکانو د پاره د ټیکسونو زیاته شرح زیاته شي او د حکومت په مصرفاتو کې به خپل پخپله کمی عملي شي چې پوهان وائي هیواد به یو وارې بیا د اقتصادي برحالۍ سره مخامخ کړي.
نائب صدر جو بائډن او سینیټ کې د ریپبلیکن گوند ډلې مشر مچ مکانل د اتوار په شپه ناوخته د ممکنه معاهدې په حقله مزاکرات ووکړل خو څه پریکړې ته نه دي رسیدلې چې پکې د حکومت په مصرفات کې د کموالې خبره هم شامله وه د کومې ترمخه چې به ددفاع او د هیواد دننه ځنې منصوبې کمی کړی شي.
سپنې ماڼۍ د اختلاف دوه غوښتنې منلې دي. چې پکې د هاغه کورنیو د پاره د ټیکس شرح په ځائې ساتلی شوې ده چې د کال امدن يي ۴٥٠٠٠٠ دی. سپینه ماڼئ اول غوښتل چې د کال ٢٥٠٠٠٠ ډالرو امدن کورنیو د پاره د ټیکس شرح زیاته کړی شي.ددې ترسنگ سپینې مانۍ د ریپبلیکن دا غوښتنه هم منلي چې په وراثت دې د ټیکس موجوده شرح پرځائی ووساتلی شي.
که چرې واک من ډیموکریټک او ریپبلیکن گوند د اقتصادي کړکیچ مخه نیولو د پاره معاهدې ته رسیږي نو وړمبی به پې سنیټ کې ووټونه اچول کیږي او ددې ورستو به هاوس اف ریپریزنټیټیوز کې د راښې څرگندونه کولی شي چې اکثریت پکې د ریپبلیکن غړو دی. ددواړو ایوانونو د منظورۍ ورستو به صدر براک اوباما نوی قانون لاس لیک کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG