دوه هفتې وړاندې د پولیس په ولکه کې د ۴۶ کلن افریقايي امریکني جورج فلویډ د مرګ په سر په امریکا کې د تشدد نه ډک احتجاجونه راوپارېدل او د مظاهرو لړۍ د دنیا نورو ملکونو ته هم وغځېده. د هغه په یاد کې دستورې هم دوام لري. د جورج فلویډ جسد به د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټېکسس ریاست کې د مور د قبر سره نژدې خاورو ته وسپارل شي.
د جورج فلویډ جنازه او تدفین به د ټېکسس د هیوسټن ښار نژدې په پرلېڼد کلي کې کیږي.
د ګل، دوشنبې، په ماښام په هیوسټن کې فلویډ په یاد کې دستوره وشوه او د ښار په مرکزي هال يا تالار رڼاګانې بلې شوي وې. دغه ډول دستورې په لاس اېنجلس، باسټن، اوکلېڼد، لاس وېګس، نیویارک او په نورو ښارونو کې هم وشوې.
هم د ګل، دوشنې، په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ ترجمانی وویل په دې خبره هیڅ افسوس نه لري چې په واشنګټن کې د وایټ هاوس سره نژدې يو پارک مامورینو په زور د هغه احتجاج کوونکو نه خالي کړی و چې جورج فلویډ د مرګ په سر یې مظاهره کوله. صدر ټرمپ د پارک سره نژدې یوې ګرجې ته ورتللو.
د وایټ هاوس ترجمانې کېلی مېک نېني خبریالانو ته وویل دوی د خپلو ګامونو دفاع کوي. د عیني شاهدینو ترمخه پارک نه د احتجاج کوونکو د ویستلو دپاره قانون عملي کوونکو ادارو ربر ګولۍ او د مرچکې ګولې یا بالونه چلوولې وو. د حزب اختلاف ډېموکریټک پارټۍ د کانګرس غړو د پارک د پرانیستلو کېدو غوښتنه کړې ده او وايټ هاوس ويلي پارک د وایټ هاوس په حفاظتي حصار کې پس له هغې شامل کړی شو چې د نژدې چرچ په تهخانه کې د اور لګېدو پېښه وشوه.
د جورج فلویډ د مرګ په سر د احتجاجونو په مهال د امریکې په مختلفو ښارونو کې د لوټ مار، اورونو اچېدلو او پولیس سره د مظاهره چیانو د نښتو پېښې شوي وي. په واشنګټن او نورو ښارونو کې د اړي ګړي د مخنیوي دپاره د شپې په وخت کرفیو یا ګرځبندیز پرځای کړی شوی چې اوس لېرې کړی شوی دی.
او صدر ټرمپ د واشنګټن نه د نېشنل ګارډز ځواکونه وویستل چې د فلویډ د مرګ خلاف احتجاجونو په مهال د امن او امان پرځای ساتلو دپاره په ښار کې پرځای کړی شوي وو.
جورج فلویډ د می په ۲۵ نېټه د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې په داسې حال کې د پولیس په ولکه کې مړ شو چې يو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه نعرې کولی چې ساه نشي اخیستی.
د جورج فلویډ په مرګ تورن پولیس افسر ډېرېک چوېین ګرفتار شوی دی او د ګل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته وړاندې کړی شو. په هغه د غېر ارادي قتل الزام لګول شوی دی. هغه د مقدمې د اورونې دپاره د جون د میاشت ۲۹ نېټه وټاکل شوه.
د مېنیاپلس ښار شورا د ښار د پولیس محکمې د ختمولو فصصله کړې ده او د وايټ هاوس ترجمانې کېلی مېک نېني وویل صدر ټرمپ د ځینو احتجاج کوونکو او فعالانو په دې غوښتنو د تشویش څرګندونه کړې ده چې د پولیس محکمو مالي پنګې دې ختمې کړی شي.
په منیاپلس، کېلېفورنیا او واشګټن ریاستونو کې مامورینو په پولیس پابندي ولګوله چې د ګرفتارۍ په وخت به څوک ن مرۍ نه نېسي.
په امریکا کې جورج فلویډ د مرګ خلاف د احتجاجونو ترڅنګ د فرانس په شمولو په ځینو نورو يورپي ملکونو کې هم مظاهرې شوي دي او د فرانس د کورنیو چارو وزیر پولیس ته امر وکړو چې څوک دې د مرۍ نه نه نېسي. وزیر وویل د ژوند په خطر دې څوک هم ګرفتار نه کړی شي.
په عین حال کې په ورجینیا ریاست کې سرکاري وکیل د سخت دریځې سپين پوستکې ډلې کوو کلکس کلېن نیول شوي غړي خلاف دې نسلي تعصب الزامات ولګوي.
۳۶ کلن هېري راجرز د اتوار، یکشنبې، په ورځ په رېچمنډ ښار کې ونیول شو. په هغه الزام دی چې په پرامنه احتجاج کوونکو یې خپل موټر ورخیږولو.
حکومتي وکېلې شېنن ټېلر په یو بیان کې وویل د ملزم د بیانونو او په سوشل ميډیا د هغه د پوسټونو نه څرګندیږي چې هغه د کوو کلکس کلېن مشر او د کنفېډرېټ نظريي خپرونکی دی. د کنفېډرېټ نظريي حمایت کوونکو په امریکا کې د تورپوستو د غلامۍ نظام د ختمیدو مخالفت کوولو.
د هېري راجرز دفاع به د حکومت مقرر شوی وکیل کوي او د هغه ملګري رېچمنډ ټایمز ورځپاڼې ته ويلي هېري راجرز د تشدد هېڅ اراده نه لرله او هغه د هغې زوي د بچ کوولو دپاره ورغلی و.