امریکا د جولايي د میاشت په څلورمه نېټه د هېواد د ازادۍ ورځ لمانځي، په دې ورځ عامه رخصتي وي او د سرښار واشنگټن په شمول د ملک په گوټ گوټ کې د ازادۍ د ورځې په مناسبت د خوشحالۍ دستورې کېږي.
د کال ١٧٧٦ د جولايي په څلورمه نېټه امریکايي ریاستونو د برطانيي نه د ازادۍ اعلامیه اعلان کړه. د امریکې په تاریخ کې دغې اعلامیي ته "ډېکلېرېشن اف انډېپنډېنس" ویل کېږي.
په واشنگټن کې به صدر ډانلډ ټرمپ د ازادۍ د ورځ لمانځلو خصوصي دستورې ته وینا کوي او په لومړي ځل به په دستوره کې ټېنکونه واشنگټن ته راوستل کېږي او جنگي جهازونه به د ښار دپاره نمایشي پروازونه کوي.
په واشنگټن کې به د ازادۍ د ورځې روایتي اتش بازي هم کېږي. په زرگونو خلک د اتش بازۍ دغه ننداره کتلو دپاره د څلورمې جولايي په ماښام واشنگټن ته راځي.
د امریکې د ازادۍ په ورځ قامي رخصتي وي او گڼ شمېر امریکایان خپلو خپلوانو او ملگرو سره یوځای کېږي او خصوصي خوراکونه تیاروي.
که امریکایان نور هر څه کوي خو د یوې نظر پوښتنې ترمخه ٨٦ فیصد وايي په فعاله توگه به د هیواد د ازادۍ ورځ لمانځي.