لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د یو افریقايي امریکني د پولیس په ولکه کې د مرګ وروسته شروع شوي احتجاجونه دوام لري


صدر ډانلډ ټرمپ نېشنل ګارډز ځواکونو ته چې په سرښار واشنګټن کې د احتجاجونو په مهال د امن ساتلو دپاره پرځای کړی شوي وو ښار نه د وتلو امر کړی دی

د پولیس په ولکه کې د یو افریقايي امریکني د مرګ په سر شروع شوي احجاجونه دوام لري او د امریکې د یو شمېر ښارونو ترڅنګ په نورو ملکونو کې هم مظاهرې شوي دي او صدر ډانلډ ټرمپ نېشنل ګارډز ځواکونو ته چې په سرښار واشنګټن کې د احتجاجونو په مهال د امن ساتلو دپاره پرځای کړی شوي وو ښار نه د وتلو امر کړی دی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ به د ټېکسس ریاست په هیوسټن ښار کې د جورج فلویډ د مړي کتلو دستوره کولی شي. ۴۶ کلن جورج فلویډ په ۲۵ می په داسې حال کې د پولیس په ولکه کې مړ شو چې یو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه نعرې کولې چې ساه نشي اخیستی. د هغه د مرګ په لړ کې څلور پولیس افسران د دندې څخه لېرې کړی شوي دي. جورج فلویډ به د نهې، سه شنبې، په ورځ خاورو ته سپارل کیږي.

د پخواني نایب صدر او د نومبر په میاشت کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې د صدر ټرمپ ممکنه حریف جو بایډن یو مرستیال ویلي جوبايډن اراده لري چې جورج فلویډ کورنۍ سره په هیوسټن کې وویني او د هغې د جنازې غونډې ته د وډیو دلارې پیغام هم ورکړي.

جوبايډن
جوبايډن

د اتوار، يکشنبې، په ورځ صدر ټرمپ نېشنل ګارډز ځواکونو ته د واشنګټن نه د وتلو امر وکړو. په نورو ښارونو کې هم نېشنل ګارډز ته دغه ډول امرونه ورکړی شوي دي.

د جورج فلویډ د مرګ په سر راپارېدلو احتجاجونو به مهال د امریکې په بېلا بېلو ښارونو کې لوټ مار شوی و، د پولیس او نورو موټرو او ودانېو ته اورونه اچول شوي وو مامورینو د اړي ګړي د مخنیوي دپاره په مختلفو ښارونو کې د شپې د وخت کرفیو یا ګرځبندیز پرځای کړی و. په اکثرو ښارونو کې کرفیو لېرې کړی شوي ده.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ سنېټر مېټ رامني په واشڼګټن کې د فلوډید د مرګ په سر احتجاج کې برخه واخیسته چې د ریپبلېکن پارټۍ لومړی د کانګرس غړی دی چې به تېرو ددو هفتو کې یې په یوه مظاهره کې شرکت وکړو. هغه په ټوېټر خپل تصویران شریک کړل چې عنوان یې و "بلېک لایوز مېټر" یعنې د تورپوستو ژوند اهمیت لري.

د منېسوټا ریاست په مېنیاپلس ښار کې چرته چې جورج فلویډ نیول شوي او مړ شوی دی، د ښار د شورا یا کاونسل اکثریت غړو د پولیس محکمه د ختموولو اعلان وکړو. کاونسل وویل د پولیس موجوده نظام د اصلاح جوګه نه دی نو ځکه یې ختموي.

د مېنیاپلس ښار وال یا میر جېکب فری وویل هغه د پولیس محکمه د ختموولو پرځای په دې کې د اصلاح حمایت کوي. د سټار ټریېبیون نومې ورځپاڼې ته وویل ولس حفاظتي مامورینو ته اړتیا لري.

د اتوار، يکشنې، په ورځ د امریکې او د دنیا په ځینو نورو ملکونو کې د جورج فلویډ د مرګ په سر نورې مظاهرې وشوې.

تېره هفته اېسوسي اېټیډ پرېس خبري ادارې ویلي وو چې په مظاهرو کې د تشدد په لړ کې په امریکا کې د ۱۰۰۰۰ نه زیات کسان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG