جرمني ته د اتوار، یک شنبې، په ورځ د خپل سفر په مهال د امریکې صدر براک اوباما د چانسلري اینگلا مرکیل سره د دوه اړخیزې دلچسپي په گڼ شمیر موضوعاتو خبرې اترې کړې دي چې پکې د امریکا او یورپي هیوادونو ترمنځ ازادانه تجارت او په منځني ختیځ کې د داعش خلاف اقدامات شامل وو.
د صدر اوباما او چانسلرې اینگلا مرکیل ملاقات د جرمني په صنعتي ښار هینور کې وشو.
د ترهگرۍ په اړه، خبرو کې صدر اوباما وویل امریکا او جرمني به د ترهگرو خلاف هر ممکن اقدام کوي چې پکې په یورپ کې د ترهگرۍ د حملو د منصوبه سازۍ مخنیوی هم شامل دي.
په شام کې د حالاتو په اړه اینگلا مرکیل وویل هغه امید لري چې په جنیوا کې د شام په اړه د خبرو اترو په نتیجه کې به د هیواد د اولس دپاره محفوظ ځایونه قائم کړی شي چرته چې به د جگړې له امله بې کوره شوي خلک په امن ژوند کولی شي.
د امریکې او یورپین یونین ترمنځ د ازادانه تجارت په اړه صدر اوباما وویل امریکا او یورپ په دې اړه د معاهدې نه گټه ترلاسه کیدی شي.