لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا په اقتصادي سیالۍ کې د نړۍ زیات پرمختللی هېواد ټاکل شوی


د نیویارک سټاک اکسچینج یا د ونډو بازار

په یوه تازه رپوټ کې امریکا په ټوله نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې پر لومړي نمبر راغلې، چې په بېلابېلو برخو کې په سیالۍ او مقابله کې تر نورو مخته دی او تر امریکې وروسته په ترتیب سره سینګاپور، جرمني، سویټزرلېنډ او جاپان د پرمختګ په سیالۍ کې مخته دي.

رپوټ وایي په جنېوا کې نړیوال اقتصادي فورم په دوولسو برخو کې د ۱۴۰ هېوادونو اقتصادي سروې وکړه، چې وایي په دې کې ایجادات، امنیت، چاپېریال، روغتیا، حکومتداري، کرپشن او نور هم شامل دي.

د دې رپوټ په اساس د سروې نتیجه دا را وتلې چې په نړۍ کې اقتصادي سیالي په ډیجیټل یا برېښنایي ټیکنالوجۍ بدله شوې ده او کوم هېوادونه چې دا نه خپلوي او نه یې زده کوي هغه به تر نورو شاته پاتې وي.

رپوټ وایي د ګلوبلایزېشن یا نړیوالتوب په وړاندې د اقتصادي سیالۍ لپاره د تجارتي شخړو او عکس العمل د زیاتېدو په وخت په ځانګړې توګه ازاد تجارت ډېر زیات ارزښت لري، د مثال په توګه وایي هغه اقتصادونه چې د کسټم د کمو محصولاتو او غیرمحصولاتو خنډونه لري او د بهرنیو کارګرو په لګولو کې ازاد دي، تر نورو بندو ټولنو ژر پرمختګ کوي.

په رپوټ کې د هغو هېوادونه اقتصادونه د ایجاداتو په برخه کې دوه چنده پرمختلونکي بلل شوي چې ازاد تجارت کوي، خو په نسبت یې د هغو هېوادونو اقتصادونه کم پرمختلونکي بلل شوي چې تجارت یې ازاد نه دی.

رپوټ زیاتوي چې زیات پرانیستي اقتصادونه ښه فعال بازارونه او منډۍ لري، ځکه چې وایي په نړیوالو بازارونو کې سیالي زیاته ده او وایي دا د سیالۍ لپاره تر ټولو مهمه خبره ده.

سروې امریکا د خپل فعال تجارت، د کارګرو د منډۍ، مالي سیسټم او ایجاداتو له امله لومړی مقام ګټلی دی، خو وایي په ځینو برخو کې تر نورو هېوادونو شاته دی، چې په هغوی کې د امنیت او روغتیا خراب حالت هم شامل دي.

د جنېوا د نړیوال اقتصادي فورم د مشرتابه غړې سعدیه زاهدي د امریکې ځینې نور اړخونه هم د اندېښنې وړ بولي، چې وایي د دې هېواد پر اقتصادي سیالۍ منفي اغېز کولای شي. زاهدي وایي:

"ریښتیا دا دي چې د امریکې د روغتیا په اړه معلومات تر ځینو هېوادونو لکه جاپان خورا کم دي. بل دا چې په ټولنیزه توګه د رخت یا کپړې جوړولو صنعت هم پکې کمزوری دی چې دا د یو هېواد د اقتصاد لپاره ډېر حساس حالت ګڼل کېږي. که د مطبوعاتو ازادۍ ته راشو په دې برخه کې هم توپیرونه شته، چې دا هېواد تر نورو اقتصادي طاقتونو وروسته راولي".

په سروې رپوټ کې چین ته د پینځو پرمختللو هېوادونو (بریکس) په پراخه ضم کېدونکې منډۍ کې ۲۸م نمبر ورکړل شوی او تر ټولو زیات سیالي کوونکی هېواد بلل شوی او تر چین وروسته روس او هند په دې ډله کې پر ۴۳ او ۸۵ نمبرونو راغلي دي. همدارنګه د لاتینې امریکې هېواد چیلي پر ۳۳م نمبر راغلی او سعودي عربستان پر ۳۹م نمبر راغلی دی.

XS
SM
MD
LG