د امریکا خارجه وزارت په نړۍ کې په کال 2020 کې د بشري حقونو په اړه رپورټ وړاندی کړی دی.
د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن په رپورټ د خبرو په وخت ویلي دي د کرونا وبا له وجې په نړۍ کې نوې قسمه ستونزې جوړې شوي دي.
بلېکن ویلي دي چې د لاک ډاون له وجې په کورني تشدد کې اضافه شوې ده او ښځې او ماشومان د زیاتو خطرو سره مخ شوي دي.
خارجه وزیر ویلي د زیات عمر خلکو په شمول په معذورانو ، نرښځالنو او هم جنس پرسته ټولنې په خاصه توګه د زیاتو ستونزو سره مخ دي.
که څه هم کانګرس د هغه هېوادونو د بشري حقونو په حالت د رپورټ منظوري ورکړې ده چې امریکا ورته مرستې ورکوي خو په رپورټ کې په امریکا کې دننه د بشري حقونو تجزیه نه ده شوې، لکه دا چې پوره کال په لارو کوڅو کې د پولیس د تشدد خلاف احتجاجونه شوي وو او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ټاکنو باېللو په صورت کې کوم تورونه لګولي وو چې چارواکو بې بنیاده بللي دي.
بلېنکن ویلي دي چې د باېډن حکومت په خارجه پالېسۍ کې بشري حقونو ته مرکزی ځای ورکړی او دایې هم منلې چې په کور دننه به هم په دې کار کېږي ځکه چې دا ضروري ده چې دا هېواد دې په خپلو اعلا نظریاتو او اصولو ولاړ وي. هغه ویلي مونږه له به د انصاف او امن نړۍ جوړولو لپاره کار کول وي.
بلېنکن ویلي په بهر نړۍ کې په کال 2020 کې په بده توګه د بشري حقونو اغېزمن کېدل روان وو او د هغه په وېنا امریکا ګڼي چې د نړۍ یوشمېر هېوادونو ددې زیاتې خلاف ورزۍ کړي دي.
په رپورټ کې د پاکستان په شمول چین، ایران، شام، روس، میانمار او بېلاروس او د نورو هېوادونو په اړه د بشري حقونو د خلاف ورزو تفصیل ورکړی شوی دی.
خارجه وزیر د رپورټ د خپرېدو په وخت وویل چې د چین حکومت په سنکیانګ کې د ویغرو په نسل کشۍ کې ککړ دی او هلته د انسانیت خلاف کاروایانې کېږي چرته چې لویې اکثریت مسلمانان دي.
هغه وویل دوي بندي کړی شوي دي، تشدد پرې کېږي او ددې ترڅنګ د مذهبي او نسلي ټولنو خلاف هم ګامونه پورته کړی کېږي.
په رپورټ کې د شام حکومت لخوا په خپلو خلکو باندې د تشدد او په یمن کې د بشري حقونو د خلاف ورزو ذکر هم شوی دی.
ددې ترڅنګ د روس حکومت لخوا د حکومت مخالفه سیاسي مشر الېکسی نېوالنۍ او پرامنه سیاسي فعالانو خلاف د ګامونو پورته کولو سره سره په ترکمانستان کې د سیاسي مخالفینو په ضد د بغاوت مقدمو جوړولو ،نېکارګوا کې د بشري حقونو سرغړونو او په بندي خانو کې په مخالفینو د تشدد ذکر هم شوی دی.
رپورټ کې په وېنزویلا او کېوبا کې د اظهار ازادۍ او جمهوري غږونو محدودولو کولو باندې هم سختې نیوکې شوي دي.