لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د مرکزي حکومت تړل شوي ادارې بیا خلاصې شوې


صدر ټرمپ د جمعې په ورځ خوشبینې ښکار کړې وه چې په دریو اوونو کې به د میکسکو دیوال لپاره د پېسو مسله حل شي
صدر ټرمپ د جمعې په ورځ خوشبینې ښکار کړې وه چې په دریو اوونو کې به د میکسکو دیوال لپاره د پېسو مسله حل شي

د صدر ډانلډ ټرمپ او د کانگرس ترمنځ د عارضي معاهدې نه وروسته د امریکې د مرکزي حکومت تړل شوي ادارې د ګل یا دوشنبې په ورځ بیا پرانېستل شوې.

د جمعې په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ خپل وینا کې وویل هغه او کانګرس رضا شوي چې د دریو هفتو لپاره یعنې د فرورۍ د15 نیټې پورې د مرکزي حکومت تړل شوي ادارې بیرته پرانځي.

صدر ټرمپ وايي په دې دری هفتو کې به دوی هڅه کوي چې د امریکا او میکسکو په پوله د دیوال لپاره خبرې وشي او کانگرس د دیوال دپاره د پنځه ارب ډالرو نه زیاتې پېسې مقرر کړي.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ خوشبینې ښکار کړې وه چې په دریو اوونو کې به د میکسکو دیوال لپاره د پېسو مسله حل شي.

صدر ټرمپ وویل چې اسرائیل پر خپل سرحد دیوال په جوړولو د ترهگرو مخه نیولې ده او امریکې ته هم پکار دی چې ورته ګام واخلي.

تیره ورځ صدر ټرمپ د امریکا مشهور ورځپانړي وال سټریټ جنرل ته وويل، نیم په نیمه امکان دې چې ډیموکریټان او دهغه انتظامیه ترمنځ د میکسکو په پوله باندې خبری اتري کامیابه شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG