لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د گوانټانامو زندان څخه ١٢ یمنیان، ٣ افغانانا ازاد کړی شول


پینټگان یا د دفاع وزارت وايي په گوانټانامو کې اوس ٦١ قیدیان موجود دي
پینټگان یا د دفاع وزارت وايي په گوانټانامو کې اوس ٦١ قیدیان موجود دي

امریکې په گوانټانامو بی، کیوبا، کې د خپل فوجي زندان څخه ١٥ کسان ازاد کړې دي چې ١٢ پکې یمنیان او درې افغانان دي.

د ١٥ کسانو دغه ډله د صدر براک اوباما په حکومت کې د گوانټانامو څخه د ازاد کړی شوو کسانو تر ټولو زیاته شمیره ده. صدر اوباما ‏د گوانټانامو زندان د بندولو لوظ کړی و خو په کارنگرس کې د مخالفت په سبب لا تر اوسه په دنده کې کامیاب شوی نه دی.

د گوانټانامو څخه ازاد کړي شوي کسان متحده عرب اماراتو ته منتقل کړی شوي دي.

پینټگان یا د دفاع وزارت وايي په گوانټانامو کې اوس ٦١ قیدیان موجود دي.

په وړمبي وار د صدر منتخب کیدو ورسته، براک اوباما لوظ کړی و چې د وایټ هاوس نه د وتلو وړاندې به د گوانټانامو زندان بندوي ځکه چې ددې له امله په ترهگرۍ کې اضافه شوي ده، خو هغه لا په دې مقصد کې کامیاب شوی نه دی.

په کانگرس کې د حزب اختلاف ریپلیکن او د صدر اوباما د واک من ډیموکریټک ځینې غړي د گوانټانامو د قیدخانې د بندولو مخالفت کوي.

سږ کال د نومبر په میاشت کې کیدونکو صدارتي انتخاباتو کې د ریپلیکن پارټۍ امیدوار ډانلډ ټرمپ ویلي که صدر منتخب شو نو د مشکوک ترهگرو دپاره د گوانټانامو زندان به نه بندوي.

د انساني حقونو کارکونکې وايي د گوانټانامو قیدخانه خارجي هیوادونو ته د انساني حقونو د نظر انداز کولو جواز ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG