لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي ډاکټر ته د جنسي بدسلوکۍ په سر ١٧٥ کاله د قید سزا


ډاکټر لېري نسر
ډاکټر لېري نسر

د امریکې د جمناسټک قامي لوبډلې پخواني ډاکټر ته په کم عمره جینکو لوبغاړو د جنسۍ تیریو په سر د ١٧٥ کلونو د قید سزا ورکړی شوه.

ډاکټر لېري نسر ته په مشینگن ریاست کې یو عدالت د شورو، چارشنبی، په ورځ سزا واروله. هغه د نومبر په میاشت کې د ١٠ ؤ تیریو اعتراف کړی و.

ددې نه وړاندې ډاکټر نسر ته د ماشومانو د فحش مواد لرلو په سر د ٦٠ ؤ کلونو د قید سزا ورکړی شوي ده. د هغه د جنسي تیریو ښکار ځینو جینکو عمرونه ١٠ کاله وو.

د ډاکټر نسر مقدمه د مشېنگن په عدالت کې د جنورۍ د میاشت په ١٦ مه نیټه شروع شوي وه او خلاف یې د هغه د تیري ښکار ١٦٠ ښځو بیانونه ورکړل.

په عدالت کې د ډاکټر لېري د تیرې ښکار ځیني مېرمنو جذباتي بیانونه ورکړل
په عدالت کې د ډاکټر لېري د تیرې ښکار ځیني مېرمنو جذباتي بیانونه ورکړل

په اولېمپکس مقابلو کې د سرو زرو تمغې گټونکو دوو مېرمنو لوبغاړو، سایمن بایلز او مکایله مروني، هم په هغه لوبغاړو کې شاملې وې چې په ډاکټر نسر یې د طبې معاینې په وخت په دوی جنسي تیری کړی و.

لېري نسر ٥۴ کلن دی او په څلورو اولېمپکس مقابلو کې د امریکې د قامي ټیم یا لوبډلې ډاکټر پاتې شوی دی.

د جنسي زیاتي ښکار شوو لوبغاړو ویلي چارواکي د لېري نسر د سلوک نه خبر کړي وو خو بدنامۍ نه ځانونه د بچ ساتلو په خاطر یې خاموشي اختیار کړی وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG