لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیلري کلنټن ناروغه ده، هسپتال کې علاج کولی شي


هیلري کلنټن او د پاکستان خارجه وزیره حنا کهر
هیلري کلنټن او د پاکستان خارجه وزیره حنا کهر
د امریکې خارجه وزیره هیلري کلنټن وینه کې د غونډ جوړیدو له امله ناروغه شوې ده او د نیویارک ښار په یو هسپتال کې د علاج د لاندې ده.
هیلري کلنټن د اتوار په ورځ د نیویارک پریسبټیرین هسپتال ته د معمول معائنې د پاره تللې وه چې هلته ډاکټرانو د هغې په وینا کې غونډ تشخیص کړو.
د هسپتال ترجمان ویلي ډاکټران د دارو د لارې د غونډ د ماتیدو کوشش کوي.
هیلري کلنټن په دې ورستیو هفتو کې د معدې د ناروغۍ سره مخامخ ده او په عامو ځایونو کې د وینا او سفر خپل مصروفیات ځنډولې دي. د ډسمبر په ٢١مه نیټه هغه بې هوشه شوې وه.
د جنورۍ په میاشت کې د صدر براک اوباما د دویمې دورې د سونگ پورته کولو ورستو هیلري کلنټن د خپلې چوکۍ پریښودو اعلان کړی دی. خپله دوره کې هیلري کلنټن د ١١٢ هیوادونو سفر کړی دی چې د امریکې په تاریخ کې تر ټولو زیاته سفر کونکې خارجه وزیره ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG