د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ د هندوستان د انتظام د لاندې کشمیر وسله واله ډله حزب المجاهدین ترهگر تنظیم وټاکلو.
د شورو، چارشنبې، په ورځ د سټیټ ډپارټمنټ په ویب پاڼه شائع شوي بیان ترمخه د حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین ته وړاندې نه د "نړي وال ترهگر" درجه ورکړی شوي ده.
"د نن ورځ اقدام د امریکې ولس او نړي واله ټولنه په دې خبروي چې ایچ ایم (حزب المجاهدین) ترهگر تنظیم دی،" سټیټ ډپارټمنټ په خپل بیان کې وویل.
سټیټ ډپارټمنټ وايي حزب المجاهدین د گڼ شمیر حملو ذمه واري په غاړه اخیستي ده.
حزب المجاهدین هند د انتظام د لاندې کشمیر هند نه د ازادولو په خاطر د هندي ځواکونو خلاف جنگیږي.
هندي چارواکي وايي د حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین په پاکستان کې میشته دی. د سټیټ ډپارټمنټ د بیان ترمخه سید صلاح الدین د محمد یوسف شاه په نوم هم یادیږي.
حزب المجاهدین تر ټولو لویه مسلح ډله گڼل کیږي.
سټیټ ډپارټمنټ وايي حزب المجاهدین د یو شمیر حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده چې پکې په کال ٢٠١۴ کې په جمو کشمیر کې چادونې هم شاملې دي چې پکې ١٧ کسان زخمیان شوي وو.
د وزارت د اعلان ترمخه په امریکا کې به د حزب المجاهدین اساسې منجمد کړی شي او امریکايي شهریان به د ډلې سره کاروباري لین دین نشي کولی.
د سټیټ ډپارټمنټ په ویب پاڼه د ترهگر تنظیمونو فهرست په دې لنک کتل کیدی شي: