لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا ايوان د وطني امنيت د وزير په مواخذه کولو کې ناکامه شوی


ډيموکريټس ګڼي چې د مواخذې دا هڅه د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دوه ځله د مواخذې کولو بدل دی چې ريپبلکن ګوند يې اخلي.
ډيموکريټس ګڼي چې د مواخذې دا هڅه د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دوه ځله د مواخذې کولو بدل دی چې ريپبلکن ګوند يې اخلي.

د امريکا ايوان نمايندګان د ريپبلکن ګوند سپيکر مايک جانسن ته مظبوط ګوزار ورکړو کله چې يې د نهې، سېشنبې په ورځ د ډيموکريټېک ولسمشر جو بايډن د سرحداتو لوړپوړی چارواکی مايورکس د ووټ د لارې د مواخذې نه بچ کړو.

د ناکام مواخذې د هڅې باوجود د ايميګريشن په مسله يو اړخيزه جګړه د انتخابونو په کال کې تېزه شوې ده.

ايوان د 214 ووټونو په مقابل کې د 216 ووټونو په اکثريت د مواخذې د کميټۍ د هوم لينډ سيکيورټي د وزير اليجاندرو مايورکس خلاف د تورونو لاره ونيوه. څلورو ريپبلکن غړو د خپل د قيادت خلاف د د کابينې د غړي د تورونو په ترڅ کې د ډيموکريټس ملګرتيا وکړه.

ايوان د وړاندې نه د بايډن خلاف پلټنې کولې او د ولسمشر وايټ هاوس ته د تلو نه مخکې يې د هغه په کردار بحثونه کول چې چرته بايډن خو کوم غټ جرم نه دی کړی خو ځينې ريپبلکن غړو هم منل چې دوی داسې کوم جرم د بايډن خلاف نه ويني.

ډيموکريټس ګڼي چې د مواخذې دا هڅه د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دوه ځله د مواخذې کولو بدل دی چې ريپبلکن ګوند يې اخلي.

د ايوان د هوم لينډ سيکيورټي کميټۍ تېره اوونۍ د مواخذې د دوو مادو لاندې د مايورکس خلاف دا ګام پورته کړی و چې د پاليسۍ د اختلاف په سر د ولسمشر د کابينې د غړي خلاف ناشونی کار دی.

د امريکا په تاريخ کې داسې يو ځل په کال 1876 کې شوي وو چې د جنګ وزير يې په مجرمانه خلاف ورزۍ مواخذه کړی و.

د ريپبلکن ګوند نمايندګان ټام مېک کلېنټک او کېن بيک وايي د مايورکس خلاف پلټنې ځکه ناکامه شوې چې د هغه خلاف د مواخذې جرم ونه موندل شو.

د امريکا د پولې د ګزمې محکمې په کال 2023 کې نزدې دوه ميلين غير قانوني ايميګرېنټس په امريکا کې نيولي وو او مايورکس د خپل وزارت دفاع کړې وه چې هيڅ غيرقانوني کار يې نه دی کړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG