د امریکې د کانګرس هاوس اف رېپرېزېنټېټیویز د جمعې په ورځ په اکثریتي ووټونو هغه لانجمن قانون بحال وساتلو چې ترمخه يې امریکا د غېرملکیانو په اړه استخباراتي معلومات د ترلاسه کولو په غرض د عدالت ته د اجازت یا وارنټ نه بغېر د مواصلاتو خفیه څارنه کولی شي.
د کانګرس د منظورۍ نه بغیر به د فارن اېنټېلېجنس سروېلېنس، اېف ايي اېس ای، نومې قانون معېاد د اپرېل په ۱۹ نېټه ختمېدو.
د جمعې په ورځ د ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت لاندې هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د ۱۴۷ په مقابله کې په ۲۷۳ ووټونو د لانجمن قانون ۷۰۲ ماده منظوره کړه.
د اېف ايي اېس ای قانون د بحال ساتلو مسوده به د کانګرس اېوان بالا یا سېنېټ ته د منظورۍ دپاره وړاندې کېږي.
د اېف اېس ايي ای قانون برقرار ساتلو دپاره قانوني مسوده کې د پینځو کلونو وخت تجویز شوی و خو هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز قانوني مسوده د دوو کلونو د تجویز سره منظوره کړه. د ريپبلېکن پارټۍ غړو هم داسې غوښتل.
د واکمن ډېموکرېټېک او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ ځیني غړي په اېف ايي اېس ای قانون تنقید کوي او دلیل وړاندې کوي چې دا د رازدارۍ په اړه د امریکایانو د ایني حق خلاف ورزي کوي. ریپبلېکنز په تېرو پېنځو میاشتو کې د قانون د بحالۍدرې ځله مخه نیولې وه.
وایټ هاوس، د استخباراتي ادارو مشرانو او د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د استخباراتي چارو د کمېټۍ غړو په تکرار دا خبرداری کړی و چې که اېف اېس ايي ای قانون بحال نه کړی شو نو دا به تباه کن اثرات ولري.
اېف اېس ایي ای قانون د کال ۲۰۰۱ د سېپټمبر د حملو وروسته جوړ شوی و.
د هاوس د استخباراتي چارو د کمېټۍ مشر مایک ټرنر د شورو چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل که د اپرېل د ۱۹ نېټې نه مخکې د اېف اېس ايي ای پروګرام بحال نه کړی شو نو "مونږ به ړانده شوو."
که څه هم د امریکې ایین امریکايي شهریانو ته د هغوی شخصي رازدارۍ د تحفظ ضمانت ورکوي خو د اېف اېس ایي ای پروګرام دلاندې جمع شوي معلوماتو کې د امریکایانو مواصلاتي معلومات هم وي چې د ملک دننه کارکوونکي تحقیقاتي ادارې لکه اېف بي ايي هم ورته د عدالت د اجازت نه بغیر لاس رسی کولی شي.
ډېموکرېټس او د ریپبلېکنز په دې اړه تشویش لري. دې خبرې د اېف اېس ايي ای پروګرام په اړه تشویش نور هم زیات کړی چې اېف بي ایي د ملک دننه د بلېک لایوز مېټر نومې د تحریک غړو، د کانګرس د انتخابي کېمپېنونو او قانون سازانو دپاره د چندو په اړه معلومات هم د دې پروګرام دلارې ترلاسه کړي دي.
د اېف اېس ایي ای قانون د بحالولو په قانوني مسوده کې یو ترمیم هم تجویز شوی و چې د کور دننه کارکوونکي استخباراتي ادارې دې د اېف اېس ايي ای د پروګرام لاندې جمعې شوي معلوماتو ته لاس رسي دپاره به د عدالت نه اجازت یا وارنټ اخلي. د حکومتي چارواکو دلیل وو چې دغه ترمیم به د اېف بي ايي په شان ادارو صلاحیت کمزوری کړي.
د مجوزه ترمیم په حمایت او مخالفت کې ۲۱۲ او ۲۱۲ ووټونو ورکړی شول، اکثریت یې ترلاسه نه کړی شو او ناکامه شو.
د اېف اېس ايي ای قانون په ۲۰۰۸ کې جوړ شوی او امریکايي چارواکي دا قانون د ترهګرۍ د او د سایبر حملو په مخنیوي او د نورو ملکونو د جاسوسۍ په مخنیوي کې اهمیت لري. امریکايي چارواکي وايي د دې پروګرام دلاندې داسې استخباراتي معلومات چې امریکې په د ملک نه بهر په عملیاتو کې انحصار کړی دی.
د امریکې د کانګرس زېلي اېوان په غېر ملکیانو د خفیه څارنې لانجمن قانون بحال وساتلو

واشنګټڼ (ای پی/روېټرز) —
Forum