لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې طوفان دلاسه پنځه تنان مړه شوې دي


د سېلاب د خطر په وجه امدادي کارکونکو د شمالي کېرولاینا د ساحلي سیمو نه په سلگونو خلک محفوظو ځایونو ته منتقل کړې دي
د سېلاب د خطر په وجه امدادي کارکونکو د شمالي کېرولاینا د ساحلي سیمو نه په سلگونو خلک محفوظو ځایونو ته منتقل کړې دي

په امریکا کې د "فلورنس" نومې طوفان دلاسه لږ تر لږه پنځه تنان مړه شوې دي.

فلورنس د جمعې په ورځ د شمالي کېرولاینا ریاست ساحل ته راورسیدو او د ځان سره یې دروند باران او د په ساحلي سیمو کې سیلاب راوستلو.

د شمالي کېرولاینه پولیس وویل په ریاست کې د طوفان په وجه پنځو تنانو ژوند دلاسه ورکړی دی.

په کېرولاینا کې یوه مور او ماشوم په طوفان کې د هغوی په کور د وینې راغورځېدو په وجه مړه شول. یوه ښځه د زړه د دورې په وجه په داسې حال مړه شوه چې امدادي کارکونکې په لار د وینې پریوتو له املا هغې ته په وخت ور وه نه رسیدل او هغې ساه ورکړه. یو سړ د جنرېټر د چالانولو په مهال د بجلۍ شاټ د لگېدو له امله مړ شو. پنځم تن په طوفان کې بهر خپلو سپو پسې وتلو و چې مړشو.

د سېلاب د خطر په وجه امدادي کارکونکو د شمالي کېرولاینا د ساحلي سیمو نه په سلگونو خلک محفوظو ځایونو ته منتقل کړې دي.

کېرولاینا ته د طوفان د ورسیدو نه وړاندې د موسمیاتو ماهرینو خبرداری کړو و چې دا به ډیر خطرناک وي او په پراخه کچه نقصان کولی شي ساحل ته د رارسیدو ورسته د طوفان په شدت کې کمی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG