لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا په هند ديو بل ترهه گريز بريد انديښنه لري


امريکا په هند ديو بل ترهه گريز بريد انديښنه لري
امريکا په هند ديو بل ترهه گريز بريد انديښنه لري

نوي ډيلي ته دروانتيا په مهال په الوتکه کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ښاغلي مولن دهند هاغه صبر او زغم وستائيلو چې دکال 2008ء دنومبر په مياشت کې دهند په ممبۍ ښار کې درامينځته شوؤ ترهه گريزو بريدونو څخه وروستو يې کړى ؤ.

دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن انديښنه ښودلې ده چې تندلاري دکال 2008م دممبۍ دترهه گريزو بريدونو په څير په هند يو بل ترهه گريز بريد هم کولى شي او کۀ چرې دغسې وشي نو په انډيا بل ترهه گريزوار دهند او پاکستان ترمينځ دجگړې لامل گرځيدلى شي.
نوي ډيلي ته دروانتيا په مهال په الوتکه کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ښاغلي مولن دهند هاغه صبر او زغم وستائيلو چې دکال 2008ء دنومبر په مياشت کې دهند په ممبۍ ښار کې درامينځته شوؤ ترهه گريزو بريدونو څخه وروستو يې کړى ؤ.
په دغه ترهه گريزو بريدونو کې 166 کسان وژل شوي وؤ
پوځي مشر وويل هغه يو وارې بيا دهم هاغه راز ترهه گريزو بريدونودکيدلو احتمال انديښمن کړى دى.
ايډمرل مائيکل مولن وويل هغه غواړي په هند دبل ترهه گريز بريد مخنيوي ته بشپړ پام وگرځول شي ترڅو هاغسې بده پيښه بيا تکرار نۀ شي.
هندي چارواکو څوکرته تور لگولى چې په ممبۍ ترهه گريز بريدونه په پاکستان کې موجودې تندروه ډلې لشکرطيبه کړي وؤ او په دغو بريدونو کې دپاکستان استخباراتي شبکې ائي ايس ائي لشکرطيبه ته کومک ورکړى ؤ خو پاکستان مدام ددغسې تورونو رد کړى دى.
مائيک مولن وويل په ممبۍ ترسره شوى ترهه گريز بريد ښائي چې څنگه دتندلارو يوه وړه وسله واله ډله دجنگ توان لري او دوه ايټمي هيوادونه دامکاني شخړې ليکې ته ورسموي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې مائيکل مولن وويل دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي د دمشرانودکړنو په هکله پاکستاني چارواکي دخپلو انديښنو څخه خبر کړي دي
هغه دتندلارو ډلو او په افغانستان کې دائتلافي پوځ په وړاندې په مقاومت دبوختو ياغيانو سره دائي ايس ائي دپټ سازباز په اړوند ديوې پوښتنې په ځواب کې دپاکستان داستخباراتي شبکې ددغه رقم عمل سره مخالفت وښودلو او وې ويل امريکا په ځينې وختونو کې تحقيق کوي چې ولې ائي ايس ائي دغسې کوي.
دپاکستاني استخباراتو دکړنو سره دمخالفت ترڅنگ دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر وويل هر څه چې وي خو داوباما انتظاميه بيا هم ددغه استخباراتي شبکې سره خپلې اړيکې دوامداره ساتل غواړي .
هغه وويل امريکا په دې پوهيږي چې ائي ايس ائي دپاکستان په امنيت کې مهم رول لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG