لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او هند: پاکستان دې د ترهګرو ډلو پرضد ښکاره ګامونو پورته کړی


امریکايي او هندي چارواکو په واشنګټن کې د ترهګرۍ پرضد ګډې غونډې پر مهال یو وارې بیا د پاکستان نه غوښتنه کړې په خپله خاوره د موجودو ترهګرو ډلو او ترهګرو پرضد دي مستقل او ښکاره ګامونه پورته کړي.

د مارچ په ۲۹مه نېټه په واشنګټن ډي سي کې د ترهګرۍ پرضد د امریکا او هندوستان د جوړې ګډې ډلې یا جواېنټ ورکنګ ګروپ په شپاړسمه غونډه کې د دواړه هیوادونو چارواکو په یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې کړي.

په دغه مهال امریکايي سفیر سېلز د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د هندوستان حکومت او هندوستانیانو سره په امریکايي مرستو هم زور ورکړی.

په دغه ګډه غونډه کې د نړیوالو ترهګرو لخوا د پولې بلخوا ترهګرۍ بریدونو خطرونو ترڅنګ په سویلي اسیا کې د دغه شان ترهګرۍ د خطرو په اړه هم بحث شوی.

په واشنګټن کې شوې دغه غونډه کې دواړه هیوادونو په دې هم رضا شوي چې د ترهګرو د تګ راتګ د مخې نیولو لپاره به د دواړه هیوادنو ترمنځه د معلوماتو تبادله کیږي. د دې تر څنګ ترهګرو ته د مالي مرستو تړلو، د ترهګرو مالي سرچینو او انټرنېټ کارولو څارنه کول، او د خارجي ترهګرو په ځايي ترهګرو ډلو کې د شاملیدو په اړه هم خبرې شوي دي.

په غونډه کې د امریکا لخوا د خارجه وزارت د ترهګرۍ پرضد جوړې څانګې صلاحکار نېتن ای سېلز او د هندوستان د بهرنیو چارو ناېب سېکتر شري مهاویر سنګهوي برخه اخستې. په غونډه کې د دواړه هیوادونو د استخباراتي او کورنیو چارو محکمو تر منځه د ترهګرۍ پرضد د معلوماتو شریکولو فیصله هم شوې ده.

امریکا او هندوستان د وړاندې نه په پاکستان نورونه لګوي چې په خپله خاوره يې نړیوالو ترهګر او ډلو ته پناه ورکړې او دغه ترهګر د پاکستان د خاورې نه په هند او افغانستان کې بریدونه پلانوي.

د هندوستان د ولقې لاندې په کشمیر کې د فرورۍ په میاشت کې يه یو ځانمرګي برید کې د هندي عسکرو د وژل کیدو او په پاکستان کې مېشت ترهګرې ډلې جېش محمد لخوا د دغه برید پړه منلو وروسته په پاکستان دغه فشار نور هم سېوا شوی.

د جېش محمد ګوند مشر مسعود اظهر او دغه ډله په پاکستان کې فعاله ده او سره د حکومتي بندیزونه په ازاده خپل فعالیتونه ترسره کوي.

پاکستان د امریکا او هندوستان دغه تورونه ردوي او دریځ لري چې په خپله خاوره يې د هر قسمه ترهګرو ډلو پرضد ګامونه پورته کړي. د هندي کشمیر د برید وروسته پاکستان د هیواد دننه د یو شمیر تندروه ګوندونو د انتظام لاندې چلیدونکي ادارې او مرکزونه هم تړلي.

خو د پاکستان دننه او بهر څیړونکي وايي پاکستان دغه ګامونه د نړیوال فشار کمولو لپاره پورته کوي او داسې نه ښکاري چې پاکستان په ریشتیا د دغه تندروه ګوندونو پرضد عملیات وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG