لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایوانکا ټرمپ: هندوستان دې په کار روزگار کې د مېرمنو برخه زیاته کړي


ایوانکا ټرمپ او د هند وزیراعظم نرندره مودي
ایوانکا ټرمپ او د هند وزیراعظم نرندره مودي

د هندوستان په حیدراباد ښار کې د اقتصاد په اړه د یوې نړي والې غونډې د پرانستې په موقع د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ لور میرمن اېوانکا ټرمپ وویل هند ته پکار ده چې په کار روزگار کې د ښځو برخه اخیستل زیات کړي.

د "گلوبل انټرپرنیورشپ سمټ" په نوم د تجارت په موضوع نړي والې غونډې ته مېرمن ایوانکا وویل ښځې وس هم د خپل کاروبار پرانستلو او د دې پراخولو کښې ستونزې لري."دا زمونږ ذمه واري ده چې ښځې کاروبار کونکې، سرمایې، مشورو او رهنمايي ته رسایي ولري."
هندي وزیراعظم ښاغلي نریندره مودي چې د صدر ټرمپ غیر روایتي صلاکار یادیږي د دې غونډې پرانسته وکړه. د سږ کال د غونډې عنوان دی ´´له ټولو وړومبی ښځې او ترقي د هرچا.’´

هند او امریکا په داسې کې د غونډې کوربه توب کوي په داسې حال کې د دواړه هیوادونه د یوبل سره د تعلقاتو مظبوطولو کوښښنه کوي.

په وړمبي ځل به د غونډې ٥٢ فیصد گډوالې مېرمنې وي. د افغانستان او سعودي په شمول ١٠ هیوادونو غونډې ته یوازې زنانه استازي ورلیږلي دي.

په غونډه کښې د لس هیوادونو چې افغانستان او سعودي عرب هم پکښې شامل دي، کاروباریانو ته بلنه ورکړې شوې او راغلې کسانو کښې ٥٢ فیصده زنانه دي.

د امریکني وفد مشري میرمن اېوانکا ټرمپ کوي او په خپل یو ټویټ کښې یي ویلي د هندي وزیراعظم نریندر مودي دې سوچ سره اتفاق لري چي انسانیت، زناناؤ له طاقت ورکولو پرته ترقي نشي کولی.
په دې غونډه کښې به د توانايی، بنیادي ډهانچې، صحت، صیحي سائنس، میډیا، تجارتي مد کښې پکاریدونکې ټیکنالوجي او ډیجیټل اقتصاد په شعبو کښې برخه لرونکې کاروباریان برخه اخلي.

دا غونډه د هند تیلنگانه ایالت حېدرآباد ښار کښې کیږي. ښار کښې د صفائۍ ستر ههم شروع کړی دی او راپورونه دي چې د ښار خېرماران هم نورو ځایونو ته منتقل کړی شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG