لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پامپېیو: د پاکستان د ترهگرۍ ملاتړ د منلو وړ نه دی


 په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد او د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي.
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد او د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي د پاکستان د ترهگرۍ ملاتړ د منلو وړ نه دی او صدر ډانلډ ټرمپ د پاکستان د دې چلند په اړه سخت دریځ خپل کړی دی.

په واشنگټن کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې او هندوستان د همکارۍ په اړه یوې غونډې ته وینا کې پامپېیو وویل امریکې او هندوستان په دفاعي مد کې همکاري زیاته کړې ده او د بحیره هند او بحرالکاهل د سیمې دپاره یې خپل نظر د یو بل سره نور نژدې کړی دی.

مایک پامپېیو د اېټمي ټېکنالوجۍ، اقتصاد او په نورو مدونو کې د هندوستان سره د امریکې د همکارۍ ذکر وکړو. هغه وویل امریکا د ملگرو ملتونو په امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل کې د هندوستان د دایمي غړیتوب حمایت کوي او دواړو ملکونو د پاکستان د ترهگرۍ د ملاتړ په اړه کره دریځ خپل کړی دی. هغه زیاته کړه د پاکستان دغه چلند د "منلو وړ نه دی."

پاکستان د امریکې د خارجه وزیر دغو خبرو ته لا څه ځواب نه دی ویلی خو د ترهگرۍ په موضوع د دواړو هېوادو تعلقات د تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

او صدر ډانلډ ټرمپ په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره دې د وسله والو خلاف غوڅ اقدامات وکړي. تېرکال د افغانستان او پاکستان په اړه د خپل حکومت تگلاره اعلانوولو په موقع صدر ټرمپ وویل پاکستان دې افغان طالبان د خبرو مېز ته په راکښ کولو کې هم خپل کردار ادا کړي.

د تېر کال په خپل لومړي ټویت ټې صدر ټرمپ وویل چې امریکې پاکستان ته په تېرو ١٥ کلونو کې ٣٣ ارب ډالر ورکړي دي خو په بدل کې پاکستان د درغونو او درغلۍ نه کار اخیستی او هغو "ترهگرو" ته پناه ورکړې چې امریکا یې په افغانستان کې تعقب کوي.

پاکستان په خپله خاوره د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي او وايي د تیر یو کال راهسې د امریکې د او طالبانو په مذاکراتو کې یې مرسته کړې ده.

د افغانستان او پاکستان په اړه د صدر ټرمپ د نوي تگلارې په نوي تگلاره اسلام اباد ویلي وو امریکا په افغانستان کې د خپل ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.

تیره هفته امریکې د بېلابېلو هېوادونو سره د اقتصاي او پوځي اړیکو د مظبوطولو دپاره نوي تګلاره (ستراتیژي) اعلان کړه چې د پاکستان نوم پکې نه دی یاد شوی.

دغه ستراټېژي په جنوبي اسیا کې د چین او روسیې د پراخېدونکي اغیز د مهار کولو لپاره جوړه شوې ده، چې د یو اوږده راپور په بڼه راغلې، چې پکې د جنوبي ایشیا پنځه هېوادونه د نویو متحدینو او شریکانو په توګه یاد شوي چې د ګډو ستراټېژیکو موخو لپاره کار کوي.

په دغې ستراتېژۍ کې ویل شوي، چې امریکا غواړي په جنوبي او جنوب ختیځې ایشیا کې خپل حالت کې بدلون راولي.

د امریکا ددفاع وزارت لخوا په دغه خپور شوي راپور کې راغلي دي:

"په جنوبي اسیا کې مونږ په دې کار کوو چې له هند سره مو خپل ستر دفاعي شراکت عملیاتي کړو، په داسې حال کې چې له سریلانکا، مالډیف، بنګلدیش او نیپال سره هم خپل پراخېدونکی شراکت پالو."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG