لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا او هند د حافظ سعید په خوشي کولو اندیښنې ښودلي


د امریکا خارجه وزارت نن په پاکستان کې د تندروه ډلې لشکر طیبه (اوسنۍ جماعت الدعوه) مشر حافظ سعید خوشي کیدو سختې اندیښنې ښودلي او د پاکستان په حکومت يې غږ کړی چې دغه تندروه مشر دې زر تر زره بیرته ونیسي او ورته دې سزا ورکړي.

د امریکا د خارجه دفتر لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي لشکر طیبه هغه خارجي ترهګره ډله ده چې په ترهګر بریدونو کې د ګڼ شمیر امریکایانو په شمول د سلګونو بی ګناه خلکو په وژنه کې لاس لري.

هندوستان هم د حافظ سعید د بیا خوشي کولو په سر تور لګولی چې پاکستان د امریکا او نړۍ لخوا ترهګر ګرځول شوي ترهګر بیرته په ټولنه کې په عادي توګه راوستل غواړي.

په می کال ۲۰۰۸م کې د امریکا د خزانې وزارت حافظ سعید د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی وو. حافظ سعید په نومبر کال ۲۰۰۸م کې دممبۍ ترهګر برید وروستو د ملګرو ملتونو لخوا نړیوال ترهګر بلل شوی. په دغه ترهګر برید کې شپږ امریکان هم وژل شوي وو. د کال ۲۰۱۲م راهسې امریکا د حافظ سعید په سر د لس ملینه ډالرو انعام هم اعلان کړی.

د حافظ سعید د خوشي کیدو وروستو د ترهګرۍ پرضد کارکونکو لوړپوړو امریکايي پوهانو او چارواکو هم سخت خفګان ښودلی او یو امریکايي څیړنکار د پاکستان غیرناټو غړي هیوادحیثیت ختمولو غوښتنه هم کړې ده.

د امنیت، ترهګرۍ او سویلي اسیا په اړه د امریکا وتلي څیړنکار بروس ریډل د حافظ سعید د خوشي کیدو وروستو ویلي د ممبۍ ترهګر برید نهه کاله تیریدو وروستوهم د دغه برید ماسټر ماېنډ ته لا هم سزا نه ده ورکړی شوې، ښاغلي بروس ریډل ویلي ٫٫ وخت راغلی چې د پاکستان د غیرناټو ملګري هیواد حیثیت ختم کړی شي.٬٬

د امریکا د خارجه وزارت یوې پخوانۍ چارواکې میرمن ایلیسا ایریس د پاکستان د یو عدالت لخوا د حافظ سعید خوشي کول یو جرم بللی او زیاته کړې يې ده ٫٫ ډیر زر به مونږ وینو چې حافظ سعید به د زرګونو پلویانو د مظاهرو مشري کوي.٬٬

په لاهور کې نن د خوشي کیدو وروستو د جماعت الدعوه دغه مشر په ښکاره تګ راتګ کړی او د ګوند یو شمیر غړي د هغه د کور بهر هغه ته د مبارکۍ ورکولو لپاره راغونډ شوي وو.

XS
SM
MD
LG