لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د امریکې صنعتي پېداوار د کرونا وایرس د اغیز څخه د وتلو په حال کې دی


په صنعتي پېداوار کې د اضافي یو سبب د موټرو، ټرکونو او د موټرو پرزو په جوړوولو کې زیاتولی دی چې د اضافې شرح یې ۲۸ اشاریه درې فیصد ښودل شوي ده
په صنعتي پېداوار کې د اضافي یو سبب د موټرو، ټرکونو او د موټرو پرزو په جوړوولو کې زیاتولی دی چې د اضافې شرح یې ۲۸ اشاریه درې فیصد ښودل شوي ده

د موټرو، ټرکونو او موټرو د پرزو په جوړوولو کې د زیاتوالي له امله د امریکې په صنعتي پیداوار کې اضافه شوي ده خو بیا هم صنعتي پېداوار کرونا وایرس د خپرېدو نه مخکې حال ته نه دی بحال شوی. دا خره د امریکې مرکزي بېنک فېډرل ریزروو د جمعې په ورځ په خپل رپورټ کې کړې ده.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، فېډرل ریزروو وویل د جون په مقابل کې په جولايي کې د فېکټریانو (کارخانو یا فابریکو)، کانونو او د توانايي په مدونو کې په پېداوار کې د اضافې شرح درې فیصد وه.

په صنعتي پېداوار کې د اضافي یو سبب د موټرو، ټرکونو او د موټرو پرزو په جوړوولو کې زیاتولی دی چې د اضافې شرح یې ۲۸ اشاریه درې فیصد ښودل شوي ده.

ای پي ترمخه، که څه هم د فېډرل ریزروو شمېرې په صنعي پېداوار کې زیاتوالی څرګندوي خو دا د اته اشاریه څلور فیصد سطحې ته نه دی رسېدلی چې د فېبرورۍ په میاشت کې د کرونا وایرس د خپرېدو نه وړاندې و.

ای پي وايي د کانونو پا قدرتي معدنیاتو د راویستلوپه صنعت کې د پیداوار د اضافې شرح اشاریه اته فیصد وه او د توانايي صنعت کې درې اشاریه درې فیصد زیاتوالی وشو، چې یو سبب پکې د ګرمۍ د زیاتېدو سره د اېرکنډېشن په استعمال کې زیاتوالی هم دی. د کرونا وایرس نه وړاندې د امریکې صنعتي پېداوار شرح اوویه اشاریه شپږ فیصد وه.

ای پي وايي د کرونا وایرس، لاک ډاون او د صحت د کړکېچ په مهال د صارفینو د عدم اعتماد له امله د سږ کال د ګرمۍ په موسم کې امریکايي صنعت ته زیان رسېدلی و او د اپرېل نه تر د جون پورې صنعتي پېداوار کې درې څلوېښت اشاریه دوه فیصد نقصان رسېدلی و.

د اېسوسي اېټېډپرېس رپورټ وايي په داسې حال کې چې په لاک ډاون کې نرمی شوی دی، په تېرو دریو میاشتو کې صنعتي پېداوار کې پرله پسې اضافه شوي ده خو په ځینې ریاستونو کې د کرونا وایرس د بیا زیاتېدو په سبب دا ویره څرګندیږي چې ایا د اقتصاد د بحالۍ رفتار به په ځای پاتې شي او که نا؟

په عین حال کې محنت وزارت په ملک کې د بې روزګارۍ په اړه خپلو هفته وارو شمېرو کې ویلي د بې روزګارۍ په صورت کې حکومت نه د مالي مرستې دپاره د امریکایانو په خواستونو کمی لېدل شوی او تېره هفته د یو مېلین نه کمو خلکو د بې روزګارۍ خواستونه وکړل. وزارت وویل په جولايي کې یو اشاریه اته مېلین کارکوونکي بېرته خپلو رزوګارونو ته وبلل شول. د جون په میاشت کې دغه شمېره څلور اشاریه اته مېلین وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG