لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي پوځ ویلي په کندوز کې د ملکي وګړو د وژلو ثبوتونه نه دي موندلي


په افغانستان کې امریکایي پوځ وایي، په کندوز کې د نومبر په ٣ او ۴ نیټې د عامو خلکو د وژل کیدو په هکله یې تحقیقات سر ته رسولي.

د امریکايي پوځ په وینا دغه پلټنې ښايي د عامو خلکو د وژل کیدو هیڅ ثبوت یې ندی موندلی.

د دغه تحقیقاتو وروسته امریکايي پوځ ویلي دي چې مونږ دا تائیدوو چې په دغه سیمه کې په عملیاتو کې دښمن وسله وال وژل شویدي.

د کندوز والي عمرخیل او د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند دولت وزیري هم د ملکیانو د وژل کیدو ادعاګانې رد کړي وی.

په افغانستان کې امریکایي پوځ دغه تحقیقات په ازاده توګه ترسره کړیدي او ویلي یې دي چې په دغو عملیاتو کې هیڅ ملکي وګړي نه دي وژل شوي.

په دغه سیمې کې روغتونونو او صحي مرکزونو ته هم زخمي شوې ملکیان ندي راوړل شوي.

په افغانستان کې امریکایي پوځ وایي چې د ملیکانو د وژل کیدو تورونه ډیر په جدي ډول څیړي او د ملیکانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG