لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا او اسرائیل په شام کې د ایراني پوځي مرکزونه په اړه اندېښمند دي


اسرائیلي وزیراعظم په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ سره د شام په صورتحال خبرې وکړې

د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ نه غوښتلي چې په شام کښې دې د ایران مخه ونیول شي. دواړو مشرانو په شام کې د روسي پوځي اډو په اړه هم د تشویش څرگندونه وکړه.

اسرائیلي وزیراعظم په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ سره د شام په صورتحال خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د شام صدر بشارالاسد د مرستې دپاره د ایراني پوځ موجودگۍ او د ایراني قواو لپاره د مستقل اډو دپاره په ایراني غوښتنه اندېښنې څرگندې کړې.

د امریکا صدر سره په اوول دفتر کښې ناست اسرایلي وزیراعظم په ډاگه وویل په منځني ختیځ کښې تر ټولو ستر خطر ایران دې. نوموړي ویل، " ایران په هرځای کښې جارحیت ته لاس اچولې دې او درې کاله وړاندې د نړیوالې موافقې پرته د خپل اېټي عزائمو څخه نه منې کیږي."

د اسرایل مشر په دغه موقع ویل " د ایران خامخا مخه نیول پکار دي، دا زمونږ لپاره یو گډ مشکل دې."
د اسرایل او ایران ترمنځ کړکیچ په واشنگټن او نوره نړی کښې چارواکي او څیړونکي اندیښمند کړي.

د هډسن انسټي ټیوټ څیړنیزې ادارې کارکونکی مائیلکل پریگنټ وايي ایران خپل اصل نیت ښودل شورو کړي، " که د راکټ نظام وي یا شام، عراق او لبنان ته د ملیشو لیږلو ضرورت، ایران په دې مد کښې د خپل صلاحیت توان ښه کولو لپاره خپل ریښتینې مخ څرگند کړی دی."

د گل په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د ایران یا شام نوم په خپلو خبرو کښې ندې اخستې. خو هغه وویل چې اسرایل او امریکا په دفاعي مسلو ډیر په نزدې تماس کښې دي او په سیمه کې د ترهگرۍ خلاف په گډه کوښښونه کوي.

صدر همداراز دا باور هم تکرار کړو چې هغه اسرایل او فلسطینیان د سولې د خبرو لپاره راضي کولی شي.

"دا تر ټولوگرانه لانجه ده. د کلونو راهسې په دې مسله کښې مخالفین د یو بل سره اختلاف او د یو بل نه کرکه لري او دې مسله کښې د ځمکې د خبرې بیرته ډیر شیان دي."

صدر ټرمپ خبریالانو ته ویل ډیر زر به بیت المقدس کښې د امریکا نوي سفارتي ودانۍ د پرانیستلو دپاره اسرائیل ته سفر وکړي. د امریکا دې گام ته نوره نړۍ ډیره په درنه سترگه نه گوري خو د اسرایل وزیراعظم ویل یهودیان به د ډانلډ ټرمپ دا گام چرې هم هېر نه کړي.

XS
SM
MD
LG